1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کي د امريکايي ډرون بريد قربانيانو ته د تاوان وړانديز

۱۴۰۰ مهر ۲۴, شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزارت په کابل کي د بې پلوټه الوتکي د وروستي بريد د قربانيانو کورنيو ته د تاوان د ورکړې وړانديز کړی دی.

Afghanistan Kabul | US-Raketenangriff
انځور: Khwaja Tawfiq Sediqi/AP Photo/picture alliance

د متحده ايالاتو پوځ د اګست په مياشت په کابل کي پر يو موټر هوايي بريد وکړ. په دغه بريد کي ۱۰ انسانان ووژل سول چي ټول ملکيان ول. هغه وخت د امريکا د متحده ايالاتو پوځ ويلي ول چي په دغه بريد کي يې ترهګر وژلي دي خو وروسته څرګنده سوه چي وژل سوي کسان ټول ملکيان دي.

اوس د متحده ايالاتو دفاع وزارت د وژل سوو کسانو و کورنيو ته په غير معين مقدار پيسو د تاوان ورکولو وړانديز کړی دی. دغه وزارت د دې تر څنګ اعلان کړی دی چي د وژل سوو کسانو له کورنيو څخه چي هر کس غواړي امريکا ته کډوال سي، نو پنټاګون به ورسره مرسته وکړي.

د بې پلوټه الوتکي دغه بريد د روان ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتي په آخره کي تر سره سوی ؤ. پکښي له وژل سوو لسو کسانو څخه ۷ يې ماشومان ول. په وژل سوو کسانو کې يو کس چي زمری احمدي نوميدی، د يو نړيوال مرستندوی سازمان همکار ؤ. دغه نړيوال سازمان د خوراک او تعليم په برخه کي په افغانستان کي فعاليتونه کول.

د پنټاګون وياند جون کيربي ويلي چي احمدي او په بريد کي وژل سوي نور ټول کسان بې ګناه ول او د داعش ډلې د خراسان څانګي سره يې هيڅ تړاو نه درلود. هغه زياته کړې چي دغه بريد يوه ويرجنه تېروتنه وه.

آ./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:
 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب