کابل کي د اورلګېدنې پيښي ۲۱ کسانو ته مرګژوبله واړوله
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه![Afghanistan Kabul | Feuer | Verbrannte Tanklaster](https://static.dw.com/image/57401767_800.webp)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ وويل چي د کابل په شمالي څنډه کي د تيل وړونکو موټرو د اورلګېدنې په پيښته کي ۷ انسانان وژل سوي او ۱۴ نور ژوبل دي. ويل سوي چي دغه ارقام ښايي وروسته تغير وکړي.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، طارق آرين د شنبې په ماخستن د دغې پيښي په تړاو معلومات ورکړل. هغه وويل چي د اورلګېدنې دغه پيښه هغه وخت رامنځته سوه کله چي په لسونو د تېل وړونکي موټر دې ته په انتظار ول چي کابل ته ننوځي.
په تيل وړونکو دغو ټانکرانو کي د اور لګېدنې وروسته دغه اور د تيل يو پمپ ته هم وغځيد او تر څنګ يې و کابل ته تلونکي د برېښنا دوه مزي هم زيانمن کړل. د برېښنا و مزو ته د زيان وروسته د کابل په يو شمير سيمو کي د برېښنا رسول کیدل قطع سو. د برېښنا شرکت ويلي چي د يو مزي ترميم يې کړی او د بل مزي په ترميم بوخت دی.
دا چي ايا دا پيښه او که سابوتاژ ؤ لا تر اوسه نه ده څرګنده. د اور لګېدنې دغه پېښه په هغه ورځ رامنځته سوه چي د امريکا متحده ايالاتو او ناټو په رسمي توګه له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د انخلا پروسه پېل کړه.
آ./ا.ا.