1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د زیاتېدونکو ناکراریو تر شا څه دي؟

۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبه

پلازمینه کابل کې ډېرېدونکو ناامنیو اندېښنې راپارولې. خو امنیتي چارواکي دد غو ناامنیو په کابو کولو کې ولې پاتې راغلي؟

Afghanistan Explosion in Kabul
کابل ښار، آرشيفانځور: Reuters/M. Ismail

د افغان پلازمینې کابل په بیلابیلو برخو کې نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست ۲۲مه) درې چاودنې او امنیتي پېښې شوي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د ښار په اوومه، پنځلسمه او پنځمه امنیتي حوزو کې چاودنو مرګ ژوبله هم اړولې.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي چې لومړۍ چاودنه سهار شپږ نیمې بجې ۷ مې امنیتي حوزې اړوند چهلستون کې پر کرولا ډوله موټر شوې، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او د یو ولسي ګړي په ګډون دوه امنیتي سرتیري ټپیان شوي.

دغه راز، د ملي دفاع وزارت د لوژستیک برخې یو ډګروال د کابل ښار په کارته نو سیمه کې ناڅرګندو وسله والو له خپل موټر چلونکي سره یو ځای په ډزو وژلی.

دغه راز، د پنځلسمي امنیتي حوزې اړوند په شهید څلورلارې کې هم د پولیسو پر یو رنجر موټر چاودنه شوې چې دوه کسه یې ټپیان کړي.

ولسي اندېښنې

په کابل کې پرله پسې پېښو ولسي اندېښنې راپارولي او ان ځینو سره یې د ۹۰ کلونو پېښو د بیا تکرارېدو وېره پیدا کړې.

د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په کابل ښار راکټي برېدونه وشول خو چارواکو ترې عبرت وانه خیست. نوموړی زياتوي:

«اوس زه په ډاډ سره ویلی شم چې د کابل ټولې ولسوالۍ ناامن دي، دغه راز د جینايي پېښو ګراف هم ورځ تر بلې لوړ ځي. مونږ ته شک پیدا شي چې حکومت اوس عبرت نه اخلي. په هماغه ډول په امنیتي حوزو کې بې کفایته او غیر مسلکي کسان په دندو ګماري.»

په کابل کې د شنبې په ورځ درې پر له پسې چاودنې وشوې - آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

سره له دې چې په کابل کې د وروستیو چاودنو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو د جنرال یرغل پر باور ښايي طالبان پر حکومت د فشارونو ډېرولو په موخه دغه ډول مرموزو برېدونو ته دوام ورکړي.

استخباراتي کمزوري

پر حکومت یوه ستره نیوکه دا هم ده چې د استخباراتي او کشفي ارګانونو په شتون کې وسله وال ډير په اسانۍ د ښار په زړه او نورو برخو کې وسله وال فعالیتونه کوي.

د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل:

«پېښې زیاتي شوي دي، زما په نظر د دې یو عمده او اساسي علت زمونږ استخباراتي او کشفي ارګانونو له خپلو اوپراتیفي امکاناتو څخه په سمه توګه استفاده نه کول دي، په دې خاطر چې له ولسونو سره یې کار نه دی کړی، په سیمه کې خلکو ته لاسرسی نه لري او د دښمن له اهدافو ناخبره دي.»

ښاغلی افغان چې په جګړه ییز ډګر کې هم پراخه تجربه لري، زیاتوي چې اوسمهال افغانستان له یوې استخباراتي جګړې سره مخ دی، چې د دې برخې چارواکي باید ورته تګلاره ولري.

د حکومت اقدام

کابل کې د امنیتي پېښو ډېرېدو ته د حکومت یو اقدام دا دی چې د یوشمېر امنیتي حوزو چارواکي یې له دندو لرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټر پانه لیکلي:

پر حکومت یوه نیوکه دا هم ده چې وسله وال ډير په اسانۍ د ښار په زړه او نورو برخو کې وسله وال فعالیتونه کويانځور: Reuters/O. Sobhani

«د کابل ښار د ۱۶مې او ۱۷مې امنیتي حوزو امرین او د یادو حوزو ۱۶ تنه منسوبین د زمري په ۲۸مه د وظفیوي ناغېړۍ له امله له دندو ګوښه او څېړنو ته ورپېژندل شوي دي. یاده پرېکړه د زمري په ۲۸مه د توغندیزو بریدونو په تړاو د څېړونکي هیئت له لوري شوې ده.»

خو ایا د امنیتي چارواکو له دندو په لرې کولو سره امنیتي وضعیت کې ښه والی راځي؟

د کورنیو چارو وزارت پخواني چارواکي جنرال طاهر یرغل وویل:

«په داسې عزل و نصب امنیت نه راځي، که دوامداره کنترول نه وي، د مجازاتو او مکافاتو منظم سیستم نه وي د وضعیت کابو کول امکان نه لري.»

جنرال یرغل د کابل له یوې امنیتي حوزې د ولسمشر غني او د هغه د لومړي مرستیال امرالله صالح د لېدنې مسئلې ته هم اشاره کوي چې پروینا یې ولسمشر باید له یوه ټیټ پوړي امنیتي مامور د چارو ارزونې پرځای د مخ په خرابېدونکي وضعیت پوښتنه د کورنیو چارو له وزیر څخه وکړي.

د سولې پر بهیر یې اغیز څه دی؟

کابل او نور ولایتونه داسې مهال د پرله پسې ناکراریو شاهد دي چې تمه ده ډیر ژر د سولې بین الافغاني خبرې پيل شي.

د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل، چې دوی په دغه موده کې د اوربند او یا هم لږ تر لږ د اورکم تمه درلوده.

«متاسفانه له دې خلکو له یوه سره هم افغاني فکر نشته، د سولې خبرې روانې دي خو د تاوتریخوالي په اړه هیڅ خبره نشته.»

د پارلمان د دغه غړي پروینا، د جګړې ښکېلې غاړي د جګړو په پراخولو سره په راتلونکي دولتي واک کې د لا ډیرې ونډې اخېستو هڅه کوي.

اسماعیل شاکر – کابل