پر خواله رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري، چې یو شمېر مېرمنې چې د « ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه ورکوي، د کابل ښار پر یوه سړک روانې وي، چې د طالب وسله والو پر هوايي ډزو پاشل کېږي. په یوې بلې ویډیو کې چې یوې مېرمنې پر خپل تلیفون کړې، مېرمنې د کتابونو په یوه دوکان کې ښکاري او دوی ادعا کوي، چې طالبانو دغه دوکان کې لنډ مهاله زنداني کړي دي.
یوې بلې لاریونوالې چې غواړي نوم یې خپور نه شي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو حکومت له مېرمنو د کار، زده کړو او غږ پورته کولو حقوق اخستي نو ځکه خو یې د نورو ورځو په څېر نن هم لاریون کړی و. دا وايي، طالبانو د مېرمنو پر لاریون هوايي ډزې وکړې او دغه ډله پر مدنيو ازادیو باور نه لري.
نوموړې وویل:« موږ د ګلبهار نه د معارف وزارت پر لور لاریون وکړ. د اسلامي امارت کسانو پر موږ ډزې وکړې. لاریون کوونکي تیت و پرک شول. موږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.»
لیلا بسیم چې په دغې لاریون کې یې ګډون کړی دویچه ویله ته وویل، یو کال وشو چې افغانې مېرمنې له بندیزونو، نابرابرۍ او بد حالت سره مخ دي؛ خو طالبان د دې پر ځای چې ښځو ته د هغوی حقوق ورکړي، د دوی د غږ د غلي کولو هڅه هم کوي. هغې وویل:« بیا هم زموږ دا حرکت د طالبانو له خشونت سره مخ شو. طالبانو په هوايي فایرونو او کنځلو سره وغوښتل زموږ حرکت پای ته ورسوي. وحشیانه حرکت یې درلود.»
د کابل امنیې قومندانۍ له پاره د طالبانو ویاند خالد ځدران دویچه ویله ته وویل، له لاریونونو وړاندې باید د دوی حکومت خبر کړای شي او دا چې دغو مېرمنو دوی ته وار له مخه خبر نه و ورکړی، نو ځکه د کابل پولیسو د ځینو ژورنالستانو په ګډون ځینې لاریونوالې نیولي ؛ خو د ډزو په اړه به پلټنه وکړي.
نوموړي وویل:» کوم لاریون چې کېږي، باید وار له مخه باید موږ جریان کې شو، چې موږ سیمه تصفیه او امنیت یې ونیسو، خو لاریون کوونکیو برخود ښودلی، دوی هڅه کړې چې همداسې لاریون وکړي. ځکه که کومه پېښه کېږي، دوی ته زیان رسېدلی. شاید د کمره مینانو په ګډون یو څه کسان نیول شوي وي؛ خو شاید تر لنډې پوښتنې وروسته پرېښودل شوي وي.«
له تېر یوه کال راهیسې افغانې مېرمنې د خپلو حقونو له پاره لاریونونه کوي؛ خو لا مېرمنې له یو لړ بندیزونو سره مخ دي او دا، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه هم نه لري.
د طالبانو د حکومت پرمهال مېرمنو تقریباً هیڅ راز حقوق نه درلودل او د خوني په کونج کې ناستي وې. د مېرمنو خرڅلاو ډیر عادي کار او وژنه یې ترهغه هم اسانه کار وو.
په وروستیو کلونو کې په امنیتي لیکو کې د مېرمنو ګډون ډیر شوی او د افغانستان حکومت هم داسې کړنلاري عملي کوي څو وکولای شي د مېرمنو شتون نور هم پیاوړی کړي. ۱۸۷۵ میرمنې د افغانستان په وسله وال پوځ کې دي. اوس د افغانستان پوځ ۱۹۵ زره سرتیري لري.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali
میرمنې او امنیت
ځیني مېرمني ان په هوايي ځواک کې په فعالیت بوختې دي. له دوی څخه یوه یې هم نیلوفر رحماني ده چې څه موده مخکې یې وروسته له هغې چې په امریکا کې خپلې زده کړې پای ته ورسوي، په دې هیواد کې یې د پناه غوښتنه وکړه. د افغان میرمنو شبکې په یوه څیړنه کې موندلې چې ناوړه چلند او جنسي ځورونه د افغانستان په پوځي لیکو کې تر ټولو ستره ستونزه ده.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai
میرمنې او امنیت
د افغانسان پولیسو په ځانګړو ځواکونو، ملي اردو او استخباراتي ادارو کې ښځینه مامورانې لري. په دې امنیتي ادارو کې مېرمنې شکایت کوي چې دوی له جنسي ځوروني سره مخامخ دي او دوی ته د دویم جنس په سترګه لیدل کیږي. چارواکي بیا د دې ستونزو د حل له پاره د ځانګړو میکانیزمونو د عملي کولو خبره کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sadeq)
میرمنې او امنیت
د افغانستان په دولتي ادارو کې تراوسه هم مېرمنو خپله ۳۵ سلنه ونډه نه ده ترلاسه کړې او د ملي وحدت حکومت له لورې د پنځو وزارتونو د ورکړي ژمنه لا هم نه ده پوره شوې.
په افغانستان کې میرمنې همدا راز د تولیدي او تجارتي توکو په تولید کې برخه لري. له دې امله چې تر اوسه هم په افغانستان کې د کرهڼیزو او څارویو د تولیداتو پروسس پرمختللی نه دی، نو کاري قوې ته اړتیا ده.
انځور: Getty Images/N. Behring-Chisholm
مېرمني او اقتصاد
د دې ټولو هڅو ترڅنګ، تراوسه هم میرمنې له اقتصادي پلو پر نارينه وو تکیه کوي او مالي ازادي نه لري. د یوې څیړنزې ادارې د موندنو پر اساس د مشخص عاید او د مالي آزادي نه لرل، د کورني تاوتریخوالي اصلي سبب ګرځي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini
مېرمني او تحصیل
تراوسه هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، ښوونځیو ته د افغان نجونو د تګ په هکله اندیښمن دي. په افغانستان کې تر ډیره جګړې او ناامني د دې سبب ګرځي چې د دې هیواد په زیاتره سیمو کې د نجونو له پاره ښوونځي تړلي پاتې شي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
میرمنې او تحصیل
په افغانستان کې تر اوسه هم د هلکانو او نجونو د تعلیم او تربيې کچه برابره نه ده. حکومتي شمیرې ښيي چې ۳۲ سلنه ښوونکي، ۴۱ سلنه ښځینه زده کونکې او ۶۲ سلنه د سواد د زده کړې ګډونکوونکي ښځې تشکیلوي.
انځور: DW/H. Hashemi
میرمنې او تحصیل
د افغانستان په پوهنتونونو کې لا هم د نارینه او ښځینه محصلینو شمیر برابر نه دی. په افغانستان کې لا هم زیاتره نجونې نشي کولای چې د کورنیو محدودیتونو له امله لوړې زده کړې وکړي.
انځور: Hoshang Hashemi
میرمنې او روغتیا
په افغانستان کې لا هم میرمنو ته په کافي اندازه روغتیايي اسانتیاوې نه شته او ځینې میرمنې ان د خپلو نارینوو د اجازه پرته نه شوي کولای چې درملنه ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د میرمنو له پاره ځانګړې کلپونه هم په دې وروستیو کې ډیر شوي دي. د افغانستان ښځینه لوبغاړو وکولای شول چې په سیمه ایز او نړیواله کچه ګڼ شمیر مډالونه هم د افغانستان په نامه کړي.
انځور: Getty Images/Sh. Marai
میرمنې او ورزش
په افغانستان کې معلولې میرمنې هم له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي. خو د ستونزو با وجود معلولې میرمنې په ګڼ شمیر برخو لکه سیاست، ټولنیز، اقتصادي او د سپورټ په ډګر کې کار کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.Rezayee
میرمنې او روغتیا
د افغانستان ګڼ شمیر سیمې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دي او د روغتیايي آسانتیاو د نه شتون له امله ګڼ شمیر میرمنې بیا خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
انځور: picture alliance/Ton Koene
میرمنې او ټولنه
په افغانستان کې میرمنو ګڼ شمیر ټولنې جوړي کړي او د میرمنو د حقونو او په ګڼ شمیرو نورو برخو کې فعالیت کوي.
انځور: DW/A.Rafiee
میرمنې او ټولنه
اوسمهال افغان میرمنې څه نا څه خپلواکي لري. د بیلګې په توګه دوی کولای شي موټر وچلوي خو بیا هم له ټولنیزو ستوزنو سره څه نا څه مخ دي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar
میرمنې او تحصیل
د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو را وروسته افغان میرمنو په بیلابیلو برخو کې زده کړو ته مخه کړې او دوی اوس د انترنت له لارې هم له نړۍ سره نښلول شوي دي.