1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«کابل کې ځانمرګی برید شپږ تنه وژلي دي»

۱۳۹۷ آبان ۲۱, دوشنبه

د افغان چارواکو په وینا یوه ځانمرګي برید کوونکي په کابل کې د یوې پوستې تر څنګ خپل ځان الوزولی دی چې په پایله کې یي د پولیسو په شمول لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي. د برید مسوولیت تندلارې ډلې داعش، منلی دی.

Afghanistan Kabul Selbstmordattentat
انځور: picture-alliance/dpa/H. Amid

دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۱۲مه) د کابل ښار د ملک اصغر څلور لارې او و استقلال لېسې ته نژدې وشوه. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، ویلي دي چې په چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي دي. د هغه په خبره په برید کې لس پولیس او ملکيان هم ټپیان شوي دي چې په ډله کې يي ښځې هم شته.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې برید کوونکی د کابل په مرکز کي د یوه ښوونځي تر څنګ خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی. دغه ځای ته څیرمه د مالیې او عدلیې چارو وزر اتونه هم موقعیت لري.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ویلي دي چې دی د چاودنې له ځای څخه شا او خوا شل متره وړاندې وو. دغه ځای ته څیرمه تر چاودنې نیم ساعت دمخه لاریون پای ته رسېدلی وو. رویټرز خبري آژانس د بصیر مجاهد، له قوله لیکلي دي: «ما څلور جسدنه راپورته کړل، خو هلته پر ځمکه نور هم پراته وو.» خو په دې هکله هغه نور معلومات ور نه کړل.

دغه برید داسې مهال تر سره کیږي چې په کابل د حکومت پر ضد له دې کبله مظاهرې شوي چې د احتجاج کوونکو په وینا حکومت په دې کې پاتې راغلی دی چې په دوو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

چارواکو د میلادي اوونۍ په پای کې په غزني او هرات ولایت کې له طالبانو سره په جګړو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو رپوټونه ورکړي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب