کابل؛ یوې پخوانۍ خبریالې له ودانۍ ځان غورځولی او وژلی
۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبه
د افغانستان ځایي رسنیو خبر ورکړی، چې په کابل کې یوې پخوانۍ خبریالې له ودانۍ ځان غورځولی او مړه شوې ده.
دا پېښه وړمه شپه د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې شوې ده.
د خبریالې حسنا سادات د مړینې په اړه بېلابېل خبرونه ورکړل شوې دي. ځینو رسنیو خبر ورکړی دی، چې طالبان د دغې خبریالې کور ته د تلاشۍ لپاره ورغلي ول او هغې له ویرې ځان د ودانۍ له اپارتمان لاندې غورځولی او وژلی دی.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله اېکس پاڼه د پېښې پخلی کړی، خو د پېښې په اړه شوط ادعا یې رد کړې ده او ویلې یې دي، چې د پېښې په اړه یې څيړنې پیل کړې دي.
ځدراڼ وایي، د دغې پخوانۍ خبریالې د مړینې قضیه د عدلي طب تر څیړنو لاندې ده. هغه په دې اړه زیاتوي: «د کابل ښار په لسمې حوزې اړوند د قلعه فتح الله په سیمه کې د یوې پخوانۍ خبریالې حسنا سادات د مرګ قضیه چې له اپارتمان لاندې راپرېوتې د پولیسو تر څیړنو لاندې ده. د عدلي طب ابتدایي څېړنې ښيي، چې دا او میړه یې دواړه د نشې په حالت کې وو.»
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کارونکو لیکلي، چې حسنا سادات د هغې کور ته د طالبانو د ورتګ پرمهال له ویرې ځان له اپارتمان غورځولی.
خو د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند دا ګونګوسې بولي او وایي، چې د پېښې په تړاو په کور کې یو کس نیول شوی او تر پلټنو لاندې دی.
حسنا سادات څو کاله وړاندې په کابل کې د خورشید په نوم په یوه خصوصي تلویزیون کې د خپرونو د وړاندې کونکې په توګه کار کړی.