کابل
۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبهپلازمینه کابل یو له هغه اوو سیمو څخه دی چي د ختیځ په لور د سروبي د ولسوالی یوه برخه، د ښار مرکز او چار چاپیر کي یي د ولسوالیو د امنیت مسؤلیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.
د افغانستان د احصایی د مرکزی دفتر په حواله کابل څه کم څلور میلیو اوسیدونکي لری چی 22.8 يي د بي وزلۍ د کرښي څخه ښکته ژوند تیروي.
د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس 12 زره پولیس د دي ولایت د امنیت مسؤلیت پر غاړه لري. د دغه وزارت په وینا د کابل امنیت دوه کاله وړاندي افغان ځواکونو ته سپارل شوی ؤ او په حاضر وخت کي هم د کابل امنیت د کورنیو ځواکونو په لاس کي دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وایي چی بهرني ځواکونه دوي سره د کابل د امنیت په ټینګ ساتلو کي د ضرورت په وخت کي مرسته کوي.
په همدي وخت کي د کابل والی، عبد الله علي زی، وایي چي د انتقال د مسؤلیت بهیر به د پلازمیني په اقتصادی حالت کوم تاثیر ونه لري.
د هغه په وینا د انتقال د پروسي وروسته به هم د بیا رغونی ټولي پروژي ادامه ولري او یواځي د امنیت مسؤلیت به افغان ځواکونو ته وسپارل شی.