یوې آلمانۍ ورځپاڼي »دي ویلټ« د اروپا د دباندنيو سرحدونو د دفاع آژانس، فرونټکس په حواله لیکلي دي، چي «په نژدې راتلونکو ورځو کي به د ترکیې - یونان په سرحدونو کي وضعیت ډیر خراب او اوج ته ورسیږي.»
آژانس همدارنگه ویلي: «دا به ډیره سخته سي، چي د انسانانو سخت هجوم متوقف کړو، کومو چي د ترکیې څخه یې د اروپا په نیت حرکت راکړی دی.» ځکه نو « د لنډ وخت لپاره به په راتلونکو ورځو کي پر سرحدونو باندي فشار او هجوم ډیر سي، حتی په هغه صورت کي هم چي که ترکيه یوې معاملې ته حاضره او سرحد ته نور کسان ورپرې نږدي.»
په همدې حال کي بیا د جرمني د مسیحي ډیموکراټانو د گوند د خارجي سیاست نماینده، نوبرت رویتگن او ددغه حزب رهبرۍ ته کاندید سیاستمدار، فریدریش مېرڅ د ترکیې- یونان په سرحد کي د مهاجرينو هجوم ته په کتو سره د ترکیې سره لا ډیرو مالی کومکونو او پر روسیې باندي د فشار راوستلو غوښتنه کړې ده. رویتگن د جرمني د لومړني ټلویزوني چینل،ARD سره په مرکه کي وویل: «د اروپا اتحادیه باید ډیر ژرمالی کومک تر سره کړي، تر څو په دې سره په ترکیه کي د مهاجرينو ملاتړ سوی وي. په غیر د هغه به دغه انسانان موږ ته راوتښتي. ځکه هغوی بله لار نه لري.»
رویتگن اضافه کړه، چي «که څه هم د ترکیې جمهور رييس، رجب طیب اردوغان په سوریه کي د روسیې سره د خپل گډ کار د سیاست په سبب د ناکامۍ سره مخامخ دی، خو پر دغو ټولو انتقادونو سربیره باید سړی د ترکیې سره گډ کار وکړي. سربیره پر دې باید اروپايي ټولنه پر روسیې او د هغه پر جمهوررييس، ولادیمیر پوتین باندي سیاسي او اقتصادي فشار ډیر کړي.» ځکه چي په خبره یې «پوتین د سیاسي لحاظه یو مهم بازیگر دی، خو د هغه څخه دوستانه غوښتني هیڅ نتیجه نه ورکوي.»