1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان او سیاستمداران: د کرونا واکسین دي مفت وي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبه

د تر ۱۴۰ هیوادونو ډیرو سیاستمدارانو او کارپوهانو د نړۍ ټولي انسانانو ته د کرونا د مفتي معالجې او واکسین غوښتنه کړې ده. ساینس پوهان اوس هم کوښښ کوي، چي د کرونا واکسین یا دارو درملو ته لار پیدا کړي.

Symbolbild Impfstoff für Coronavirus
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt

د ایدس په برخه کي «Unaids» د ملګرو ملتونو د ګډو همکاریو د پروګرام د لاري نشر سوې یوې غوښتنه کي، چي د پنجشنبه په ورځ)د مئ۱۴ مه( په ژنیو کي خپره سوه، راغلي چي د کرونا دواوي دي په هر هیواد کي په عادلانه ډول سره تقسیم سي. هغوی سربیره پردې دا غوښتنه هم کړې، چي دغه دواوي دي په ډیر مقدار سره تولید او څوک دي د هغې د اختراع حق نه انحصاروي.

د نورو ترڅنګ د جنوبي افریقا جمهورییس او د افریقا د اتحادیې رییس، سیریل رامافوسا، د پاکستان صدراعظم عمران خان او د امریکا متحده ایالاتو اقتصاد پوه، جوزف ستیګلیتز دغه ډول یوه غوښتنه کړې ده. دغه غوښتنه د نړۍ د صحت عامې

د فوروم (WHA) لخوا تر یوې غونډي لږ وخت دمخه نشر سوې ده، کومه چي به په راتلونکې اوونۍ کي تر سره سي.

په اوس وخت کي د ساینس پوهانو ډیر ټیمونه د کرونا د واکسین او دواوو پر جوړولو باندي کارکوي. خو تر اوسه پوري دا معلومه نده، چي څه وخت به د کرونا واکسین یا دوأ کشف او په ډیره پیمانه سره تولید او بازار ته عرضه سي.

دویچه ویله دری: ق ن/ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب