1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: طالبان خپل مخالفین د جینایي جرمونو په تور نيسي

۱۴۰۲ آبان ۲, سه‌شنبه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې ۱۱ زره کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي. آیا ټول دغه کسان د جنایي جرمونو په ارتباط نیول شوي او که سیاسي مخالفین هم پکې شامل دي؟

Afghanistan Das Gesetz der Taliban
ارشیف انځور: په افغانستان کې د طالبانو وسله وال ځواکونهانځور: Pedro Brito Da Fonseca/CLPB

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ د تیرو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو په اعلانولو سره وویل چې تر ۱۱۰۰۰ ډیر کسان یي د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په دې کنفرانس کې وویل: «د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هیواد کې ۸۲۱۰ جرمي پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۶۷۶۵ موارد یي کشف شوي او په ارتباط یي ۱۱۶۳۱ کسان نیول شوي دي او ۱۴۴۵ نورې پيښې بیا تر څیړنې لاندې دي.»

د ښاغلي قانع په خبره دغه کسان د قتل، غلا، د مخدره موادو او وسلو په قاچاق او نورو جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي او دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوي دي.

د طالبانو له خوا دغه لوړ رقم د جنایي جرمونو په تړاو نیونې ښيې، په داسې حال کې چې شنوونکي شک لري چې ټول دغه کسان دي د جنایي جرمونو په ارتباط نیول شوي وي.

سیاسي کارپوه نجیب اخلاقي دویچه ویله ته وویل چې احتمال لري چې د دغو نیول شوو کسانو یو شمیر یې د غلا په څیر د جنایي جرمونو مرتکب شوي وي، خو اکثره دغه نیول شوي هغه کسان دي چې د طالبانو د خوښې او پالیسۍ خلاف یې فعالیت لرلی دی.

اخلاقي وویل: «د طالبانو د تالاشۍ په هره پوسته او امنیتي حوزه کې یوه محکمه ده، یو کس نیسي او مجازات کوي یې او دلیل یي دا دی چې قانوني حکومت نشته او طالبان هر څه چې غواړي کوي يې».

د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي څانګې (یوناما) په خپل تازه رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی دی ویلي دي، چې د طالبانو له خوا د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳م کال د جون تر ۳۰ نیټې پورې د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو د غیر قانوني وژنو، شکنجې، ناوړه چلند، خپل سري نیونو او لادرکولو ۸۰۰ موارد یې مستند کړي دي.

معلومه نه ده چې طالبان د پخواني حکومت د کارمندانو، امنیتي ځواکونو او همدارنګه د مخالفینو نیونې په کومه کټه ګورۍ کې حسابوي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی چارواکی او د پوځي چارو شنونکی محمد رادمنش، په دې باور دی چې طالبان د مخالف جبهاتو اړوند کسان په همدې بهانه نیسي او بندیانوي یې: «طالبان د پخواني حکومت پر کارمندانو او نظامیانو ټاپه لګوي او هغوی د جنایي جرمونو په تور نیسي اوشکنجه کوي یې او هڅه کوي خپل مخالفین له منځه یوسي.»

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په دې باور دی چې طالبان خپل اکثره سیاسي مخالفین، د پخواني حکومت ډیري ملکي او نظامي کارمندان چې د دوی د خوښې او پالیسې خلاف وي، نیسي، مجازات او شکنجه کوي یې.

سعیدي دویچه ویله ته وویل: «طالبانو په سلونو او زرونو کسان د زندان د پنجرو تر شا اچولي دي، ځينې یې وروسته له ۱۰ ورځو، یوه میاشت او دوو میاشتو بیرته آزاد کړي دي او د ځينو برخلیک هیڅ معلوم نه دی. طالبانو تر اوسه پورې هیڅ چاته او حتی نړیوالو رسنیو ته نه دي ویلي چې ولې یې دغه کسان نیولي دي او د تحقیق نتیجه یې څه ده؟»

د سعیدي په وینا طالبان کوم اصول او مقررات نه لري، هر څوک چې وغواړي نیسې یې، شکنجه کوي او هرکله یې چې وغواړي بیرته یې آزادوي.

طالبان معمولاً د سیاسي نیونو په هکله څه نه وایي. طالبانو ډېر خبریالان، د مدني ټولنو فعالان او د پخواني امنیتي ځواکونو غړي نیولي دي، خو په اړه يې معلومات نه ورکوي.

عثمان د پنجشیر ولایت د یوه اوسیدونکو مستعار نوم دی، نوموړي د طالبانو له ویرې ونه غوښتل نوم یې په رپوټ کې واخیستل شي. هغه وویل چې د بنجشیر خلک په ویرې او وحشت کې ژوند کوي: «هغو کسانو چې له پخواني حکومت سره کار کاوه، ټول له پنجشیر څخه کډه شوي دي، خو هغه کورنۍ چې له هغوی سره فامیلي اړیکې لري، طالبان یي د کورنۍ نارينه نیسي، شکنجه کوي او وروسته یې بیا په ضمانت آزادوي.»

د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو یو پخوانی غړی د خپل نوم پټ ساتلو په شرط دویچه ویله ته وویل: «طالبان د وکيلان ګذر له طریقه د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه او کارمندان معلوموي او بیا یي وژني.»

هغه وايي چې تیره میاشت د پخواني حکومت څو کارمندان او امنیتي ځواکونه چې د پاکستان او ایران څخه اخراج شوي ول، طالبانو نیولي دي.

سخي داد د کابل د یوه اوسیدونکي مستعار نوم دی چې څه باندې پنځه میاشتې د طالبانو په بند کې وو او شکنجه شوی دی. نوموړی وایي: «هغه دلیل چې زه یې نیولی وم، زما په تلیفون کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو انځور وو. په دې پنځو میاشتو کې مې مختلف ډوله شنکجې تجربه کړې. موږ یې په یخو اوبو کې اچولو، پر سر یې راته پلاستیک کشولو، څو سا وانخیستلی شو. ډیر یې وهلو ټکولو تر هغې چې به بیا بیرته په هوش راتللو.»

مخکې تر دې د طالبانو د محبسونو ادارې ویاند له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۶ تر ۱۷ زرو پورې کسان بندیان دي چې له دې ډلې تر زرو ډېر یې بیا ښځې دي.

محمد اسحاق اکرمي: ش.ن/ ن.ز

 

پخوانی افغان پوځي له پښو پرته د ژوند په سختو لارو مزل کوي

02:34

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل