1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: خوب پر زده کړو ښه اغیز لري

۱۳۹۸ مهر ۱۱, پنجشنبه

په دې ورځو کې په ټوله نړۍ کې په پوهنتونونو کې د ژمي سيسمتر پېليږي. له دې سره هم مهاله امريکايي څېړونکي د محصلينو له پاره يوه مشوره هم لري: ژر بيده شئ او ډېر خوب وکړئ! بيا به ښې نمرې ولرئ.

Symbolbild Pause Studium Lernen
انځور: Fotolia/fmarsicano

د مسيچوسيت د تکنالوژۍ انستيويت د خوب څېړونکو ويلي هغه محصلين چې د شپې ژر خپل بستر ته ځي او ژر بيديږي، په امتحانونو کې ښه ځليږي. د ارواپوهې کانا اوکانو او د هغې پروفيسر جان گابريلي د  computer material sciences د سيمينار په ترڅ کې په دې اړه څېړنې کړي دي.

دا هڅه ښيي چې په امتحانانونو کې د نمرو فيصدي هغه وخت ډېره ښه وه چې محصلين په منظم ډول وختي بيديدل او کافي خوب یې کاوه. يوازې د امتحان په شپه وختي بيديدل فايده نه لري.

په څېړونو کې جوته شوه چې د ښو نمرو د اخيستو له پاره اړتيا وه چې اوږده موده د سړي د خوب وختونه منظم وي او د شپې خوب هم آرام وي او سړی ټوله شپه بيده شي. د دې څېړنې په موخه د دغه علمي سيمينار ۱۰۰ ښځينه او نارينه محصلينو ټوله اوونۍ داسې ساعتونه په لاس کړي ول چې د دوی حرکات او فعاليتونه یې ثبتول.

اوکانو او د هغې همکارانو د دې څيړنې نتایج د اکتوبر پر لومړۍ نیټه د نيچر په تخصصي مجلې کې خپاره کړل.

د دې څېړنو نتايج به ښایي د ځينو له پاره حيرانونکي وي. دا څېړنې ښيي چې هغه کسان چې کافي خوب کړی وو خو ناوخته بيده شوي ول، او بله ورځ تر ناوخته بيده ول، نمرې یې ښې نه وې.

دا هغه محصلين ول چې د شپې پر دوې بجې بستر ته تلل. دا ظاهراً هغه وخت وو چې تر دې وروسته بيديدو پر نمرو ډېر بد اغیز کاوه او دا یې په اصطلاح سرحد وو.

په څېړونو کې جوته شوې ده چې په هغو کسانو کې چې د شپې پر لسو، يولسو او يا دولسو بجو بستر ته تلل خو بيديدل نه، هم د نمبرو فيصدي همدومره وه. يعني دې هيڅ اغیز نه درلود چې په دغه وخت کې هغوی کتابونه لوستل او که له نورو محصلينو سره محفلونو ته تلل، د هغوی پر مړوند تړلي ساعت دغه څه نه شوای پيژندلی.

تر امتحان لږ دمخه خوب مهم نه دی

څېړنې ښوولې ده چې تر امتحان يوه شپه دمخه د وخته يا ناوخته بيديدل ښايي هیڅ اغيز ونه لري. هغه کسان چې د امتحان په شپه یې ښه خوب کړی وي د هغو په پرتله چې شپه یې تيره کړې وي، ښې نمرې نه شي اخيستلی.

د دې سيمينار يو کارپوه گروسمن په دې اړه وايي: «تر امتحان مخکې شپه هیڅ نقش نه لري. سړی که څه هم چې وايي چې د سبا ورځې له پاره مو ښه خوب باید کړی وي خو موږ یې ترمنځ هیڅ ارتباط ونه موند. ډېر مهم هغه خوب دی چې سړی یې تر امتحان څو ورځې دمخه يعني امتحان ته د چمتووالي د نيولو پر وخت کوي.»  هغه زياتوي چې اوږد مهاله زده کړه په اصل کې پريکړنده ده.

په اصل کې د اوناکو او د هغې د همکارانو له خوا د ترسره شوي سيمينار اصلي هدف دا نه وه چې د خوب او په امتحان کې د نمرو ترمنځ تړاو وڅيړي، بلکې په اصل کې د هغوی موخه دا وه چې وپوهيږي چې په منظم ډول ورزش تر کومه حده د محصلينو وړتياوې ښې کولی شي.

کارپوهانو په اصل کې دا تمه درلودله چې د هغو محصلينو چې سپورت کوي او هغوی چې ډېر فعال نه دي، ترمنځ به د نمرو تفاوت ډېر وي. خو داسې نه وه. هغه چې ورزش یې نه کاوه، د زده کړو کچه یې له هغو سره متفاوته نه وه چې په منظم ډول یې سپورت کاوه.

گروسمن په دې اړه وايي: «په پای کې جوته شوه چې د درک د وړتيا او جسمي فعاليت ترمنځ هیڅ ارتباط يا تناسب وجود نه لري.» خو نوموړی سره له دې هم باور لري چې سپورت د روح او روان له پاره ښه دی. خو دا خبره په هر حال کې ثابته ده چې د منظم خوب او وړتيا ترمنځ ارتباط ډېر روښانه دی.

د ښځو او نارينه وو ترمنځ توپير

يوه خبره چې گروسمن پرې مخکې هم پوه شوی وو خو تر څېړنې وروسته تائيد هم شوه، داده چې ښځينه زده کوونکې په اوسط ډول د خپلو نارينه وو ټولگيوالو په پرتله ښې نمرې اخلي او ډېره وړتيا لري. شمیرې اوس ښيي چې ولې داسې ده: هغوی په اوسط ډول ژر بيديږي او منظم خوب کوي.  

(BS/NZ (Fabian Schmidt

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب