کارپوهان: چرس بايد آزاد سي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۴, جمعه په آلمان کي د اقتصادي چارو درو کارپوهانو په دغه هيواد کي د چرسو د قانوني کولو او پر هغو باندي د شفافي څارني ملاتړ کړی دئ.
په آلمان کي د اقتصادي علومو استاد يوستوس هاوکپ په اند: «په آلمان کي د چرسو ممانعت ماته خوړلې ده. د چرسو د آزادولو پر وړاندي هيڅ قانع کوونکي دلايل نه سته او دغه محدوديت د زماني له غوښتني سره سر نه خوري.»
د ټولنيزو چارو د کارپوهانو په اند حکومت کولای سي چي د چرسو د تور بازار په پرتله پر آزاد بازار باندي ډېر ښه کنترول ولري. د دوی په خبره يوازي د چرسو په آزادولو سره دولت کولای سي چي د هغه پر کيفيت او د راکړي ورکړي پر بازار باندي ښه کنترول ولري.
د کارپوهانو په نظر که د چرسو مصرف قانوني سي له کاله به ۳،۵ ميليارده يورو ماليات د آلمان خزانې ته ورسي. په اوس وخت کي دغه مبلغ او يا تر دې ډېر د چرسو د دلالانو يا قاچاقبرانو جېبونو ته لويږي.
پر دې سربيره د کاله ډيري پيسي له دغو موادو سره پر مبارزه مصرفيږي. د کارپوهانو په اند د چرسو په ازادولو سره به د جرمونو او جنايتونو کچه هم ډېر کښته سي.
اوس په اروپا کي ډيرو هيوادونو د چرسو بازار قانوني کړی دئ.
د اروپا د ځوانانو په منځ کي اوس چرس او د بنگو بوټي تر ټولو رايج «جنس» بلل کيږي. چرس په افغانستان کي هم ډېر استعماليږي.