کارپوهان: کرونا تمباکو څکوونکو ته لا ډېره خطرناکه ده
۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبه![Symbolbild: Raucher / Rauchen in der Öffentlichkeit/](https://static.dw.com/image/43653853_800.webp)
هغه کسان چي سګريټ، چلم او په نورو طریقو تمباکو څکوي هغوی بايد تر نورو انسانانو لا زيات پام وکړي چي په کرونا اخته نه سي. دا ځکه چي د سګرېټ څکوونکو له پاره کرونا ناروغي تر نورو انسانانو زياتي جدي پايلي لرلای سي. دا خبره په آلمان کي د سرطان د ناروغۍ د څېړنيز مرکز (DKFZ) رئيسه اوټه مونس د آلمان خبري آژانس ته کړې ده.
کارپوهي اوټه مونس د آلمان په هايډلبېرګ کي ويلي چي په چين او متحده ايالاتو کي تر سره سوي څېړني ښيي چي هغه کسان چي تمباکو نوشي کوونکي او په کرونا اخته سوي دي، د دغه ناروغۍ د سخت جريان تمايل او امکان پکښي زيات دی. په دې دليل نو د تمباکو څکونکو کسانو له پاره کرونا تر نورو کسانو لا لوی ګواښ دی.
دغې آلمانۍ کارپوهي ويلي دي چي عموما په سګرېټ څکوونکو کي د زړه، فشار، سږو او سرطان په شان ناروغيو اخته کېدو تمايل او امکان زيات وي.
د دغې کارپوهي په وينا د کرونا په بحران کي تر سره سوي څېړني ښيي چي له کرونا کويد- ۱۹ ويروس له کبله په مړه سوو کسانو کي د سګرېټ څکوونکو شمېر زيات دی. هغه وايي چي ښايي د نوي کرونا ويروس د پانډمي(وبا) د سګرېټ څکوونکو له پاره يو بل ښه دليل وي چي نور له تمباکو څکولو څخه لاس واخلي.
dpa/awa/sn