کارپوهان: گروسمن د سولي د خبرو له پاره د کرزي ملاتړ غواړي
۱۳۹۰ بهمن ۲, یکشنبهامريکايي ديپلومات مارک ګروسمن تيره ورځ د هند له سفره بيرته کابل ته رسېدلی دئ.
ټاکل شوي وه چي نوموړی ترکابل دمخه په اسلام آباد کي تم شي خو د ناڅرګندو دلايلو له امله د پاکستان دولت خپلي خاوري ته د هغه سفر وځنډاوه.
ګروسمن د پاکستان پر ځای هند ته ولاړ او له هغه ځايه کابل ته رسېدلی دئ.
د گروسمن ددې سفر په اړه افغان کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.
له هغه راپورونو وروسته چي ګوايا د طالبانو ځينو استازو په قطر کي له امريکايي چارواکو سره کتلي دي، د افغانستان د لانجې د حل له پاره د سولي خبرو بله بڼه اخيستې ده.
د سياسي چارو کارپوه عصمت قانع په دې اند دئ چي ګروسمن به هڅه وکړي د امريکا او کابل تر منځ هغه واټن را کم کړي چي د طالبانو سره د سولي د خبرو کولو په اړه را منځته شوی دئ.
نوموړي وايي افغان دولت او ولسمشر کرزی د امريکا په دغه پټي سياسي لوبي سخت په غوسه شوي دي او اوس ئې هم دغه غوسه پر ځای پاته ده او هر راز سياسي معاملو ته محتاطانه ځواب وايي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنيت د شورا يوه غړي دراني هم له يوې غربي رسنۍ سره په مرکه کي ويلي ول چي که چيري د سولي د خبرو مشرتوب افغانان و نه کړي نو له هر راز سياسي معاملې څخه به بحران وزيږي.
هغه د امريکا او طالبانو يوه اړخيزه سياسي معامله د افغانانو په خير و نه بلله او وئې ويل چي دا کار به يو وار بيا افغانان په کورنيو جګړو کي کباب کړي.
د سياسي چارو بل شنوونکی حيي ګل سليمان خيل بيا پر حکومت نيوکه کوي چي په دغو حساسو شرايطو کي بايد د سولي په لار کي د هر خوځښت ملاتړ وکړي.
هغه وايي چي حکومت له کلونو راهيسي همدا شعار ورکاوه چي د سولي په لار کي د هر هيواد د مرستو هرکلی کوي خو اوس چي د امريکا ځانګړی استازی کابل ته راغلی دئ نو بايد افغان ولسمشر د امريکا سياستوالو ته داسي پيغام واستوي چي د هغوی نزدې متحد دئ او د سولي له پاره د واشنګټن د هر راز هڅو ملاتړ کوي.
ښاغلي سليمان خيل وايي افغانستان بايد د امريکا او پاکستان تر منځ له اوسنيو ترينگليو اړيکو څخه ګټه واخلي.
نوموړی د ګروسمن سفر ډير مهم ارزوي او وايي چي افغان مشران بايد له نوموړي سره سپيني خبري وکړي نه دا چي د حکومت په دننه کي د ځينو شرخوښو عناصرو په لمسون د امريکا مرستي له پامه وغورځوي.
ټاکل شوې ده چي مارګ ګروسمن به نن په کابل کي له افغان ولسمشر حامد کرزي، د سولي د عالي شورا له يو شمير غړو، د ناټو له قوماندان جنرال جان الين او يو شمير نورو افغان او امريکايي چارواکو سره په جلا جلا توګه خبري اتري وکړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل