1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهه: افغانستان له پاره د سرو کرښو ټاکل ګټه نه لري

۱۴۰۲ مرداد ۲۰, جمعه

د آلمان کونراد ادناور بنسټ پخوانۍ مشره، ايلينور زينو، وايي چې افغانان د سرو کرښو پلي کول د ګټې پرځای تاواني بولي. هغه دا هم وايي چې په کور دننه او بهر کې افغانان متفاوت نظرونه لري.

Afghanistan Taliban schränken Frauenrechte immer weiter ein
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

ايلينور زينو د پنجشنبې په ورځ په يوه آنلاين مرکه کې ويلي چې په سيمه کې خلکو ته ګټه نه او کله حتی ضرر هم لري کله چې د ښځو حقونه يا د لږکيو حقونه يوه بهرنۍ اجنډا وبلل شي. دغه خبره ورته بېلابېلو کسانو د مدني ټولنې د غړو په شمول کړې ده.

مېرمن زينو يو څو ورځې مخکې د افغانستان له يوه دوه اوونيز سفر څخه بېرته راستنه شوه. هغې دا هم وويل چې له طالبانو سره د چلن په اړه په افغانستان کې د مېشتو او په بهر کې د استوګنو افغانانو بحثونه سره ډېر توپير لري چې په خبره يې په کابل کې د نورو دولتونو له خوا د طالبانو د رسميت پېژندنې په هکله هومره احساساتي بحث نه کيږي. په افغانستان کې خلک د هغې په وينا ښه بولي چې د طالبانو له حکومت سره خبرې وشي ځکه چې دا د پرمختګ يوازنۍ لار بلل کيږي.براون: ښځو سره د طالبانو چلن دې «بشري جنایت» په توګه وپېژندل شي

خلک تمه لري چې خبرې اترې سختې خو له احتياطه ډکې هم واوسي، هغه بايد عمل ګرا او هم ګام په ګام مخ ته ولاړې شي.  د زينو په خبره د طالبانو په منځ کې هم داسې عملي چلن خوښوونکي يا عملګرا کسان شتون لري چې د نجونو له تعليم څخه ملاتړ کوي او د نورو مسلمانو هېوادونو مثبت نفوذ ته سترګې په لار دي. هغې خپله ليدلي چې مثلاً سعودي عربستان طالبان د حج ادا کولو له پاره مکې معظمې ته بولي چې وروسته پکې د نجونو له يوه ښوونځي څخه ليدنه هم شامله وي.د افغان ښځو په اړه؛ د رینا امیري او د قطر د بهرنیو چارو وزیرې لیدنه

د نوموړې په اند آلمان او فرانسه په دې ترڅ کې هغه هېوادونه دي چې د طالبانو د حکومت له پاره تر ټولو جدي سرې کرښې ټاکي چې دغه حقيقت په آلمان کې په فمينيستي يعنې په ښځو محوره بهرني سياست پورې اړه لري. د کونراد ادناور بنسټ ياده کارکوونکې چې اوسمهال د سويل لويديځې آسيا د سيمه يز پروګرام مشري کوي، په پاکستان کې د افغانو مېرمنو »غیرانساني وضعيت« ته هم اشاره وکړه چې د ځينو آلماني نادولتي ټولنو له خوا هم له افغانستان څخه تخليه شوې دي بې له دې چې د سفر اسناد ولري او د منل کېدو ژمنه ورسره شوې وي. ځينې دغه ښځې اوس مجبورې دي چې په اسلام آباد کې جنسي کار ته مخه کړي چې نه کوم بل چېرته سفر او نه بېرته افغانستان ته ستنېدلی شي.

اي پي دي/ن.ص./ا.ا.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل