کارپوه: افغانستان کي د پوځي اډو ساتل گرانه ده
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبهامريکامتحده ايالات په پلان کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي ۹ پوځي اډې ولري، خو د افغانستان د جنگ پخوانی روسی ډگروال فرانس کلينڅېويچ په اند د دغو اډو د ساتلو له پاره۳۰۰۰۰ ځواکونو ته اړتيا ده.
دغه روسي کارپوه له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د آيساف ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هيواد کي چي امريکا هرڅومره اډې هم جوړي کړي بيا به هم د دغه هيواد پر روان وضعيت باندي مثبته اغېزه ونه لري.»
هغه زياته کړه چي «پر دې سربيره په سيمه کي د دغو پوځي اډو حضور د مرکزي اسيا روان وضعيت ته هم گواښ پېښولای سي.»
کلينڅېويچ د کرزي وروستيو څرگندونو ته چي ويلي ئې ول امريکا متحده ايالت په کابل، بگرام، مزارشريف، جلال آباد، گردېز، کندهار، هيلمند، هرات او شنډنډ کي پوځي اډې غواړي په اشارې سره ويلي دي چي د دغو اډو ډيري ئې له کابل څخه ليري د دغه هيواد له گاونديو هيوادونو ايران او پاکستان سره په سرحد کي دي.
هغه وويل :«د دغو اډو اکثره ئې ماته ډيري ښه رامعلومي دي، ځکه کله چي ما د پخواني شوروي اتحاد پرمهال د افغانستان په ماموريت کي پوځي دنده ترسره کوله زموږ ۳۴۵ پراشوټي ټولی څو واري د دغو اډو د ساتني دندې پرغاړه لرلې. زه ويلای سم چي د دغو اډو د ساتلو او هلته د اکمالاتو رسولو له پاره هر څل سترو پوځي عملياتو ته اړتيا ده او که فکر کيږي چي دغه اډې به د هوا له خوا اکمال سي نو دا ډيره گرانه تماميږي.»
هغه وويل چي امريکا په دغه برخه کي «په هغه دام کي لويږي» لکه شوروي اتحاد چي په ۱۹۸۹ کال کي له افغانستان څخه د وتلو پرمهال لوېدلی وو.
هغه يادونه وکړه چي د وخت د شوروي اتحاد چارواکو هغه مهال هم له افغانستان څخه د وتلو پرمهال پلان درلود چي په دغه هيواد کي د افغان حکومت د ملاتړ له پاره نزدې ۳۰ زره سرتيري پريږدي.
«هغه مهال د شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير ايدوارد ښوورنادزي له يو لوړپوړي پوځي پلاوي سره افغانستان ته راغلی او هلته ئې د عسکر د پاتېدو په اړه خبري کولې خو په افغانستان کي د سرو لښکرو قومندان باريس گروف او نورو پوځي قومندانانو ئې مخالفت وکړ.»
د هغه په خبره د دغو پوځي قومندانانو استدلا دا وو چي په داسي يو هيواد کي چي چريکي جنگ روان وي او د امنيت راتلو له پاره يې هيڅ تضمين نه وي موجود په دغسي هيواد کي د لږ شمېر عسکرو پرې ښوول گټه نه لري او ساتل ئې ستونزمن کار دئ.