1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاظمي قُمي: د طالبانو اداره د یوه قوم او یوه مذهب اداره ده

۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د طالبانو اداره د یوه قوم، یوې ژبې، یو مذهب او یوه جنس اداره بللې ده. طالبانو د دې ادعا په ردولو سره ویلي دي چې د دوی په اداره کې هیڅ ډول تبعیض نه شته.

په تهران کې د طالب پلاوي خبري کنفرانس
د افغانستان له پاره د ایران ځانګړي استازي د طالبانو اداره د یوه قوم، یوې ژبې، یو مذهب او یوه جنس اداره بللې ده. انځور: Fars

د افغانستان له پاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له ایران خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو ادارې ته یې په پرله پسې ډول مشوره ورکړې او ټینګار یې کړی دی چې «یو قوم، د یوې ژبې، د یو جنس او یوه مذهب نظام د افغانستان د خلکو اړتیاو ته ځواب نه شي ویلی.»

دغه ایراني چارواکي ویلي دي چې افغانستان داسې یو هیواد دی چې «ژبنی، قومي او مذهبي تنوع لري، نو د قومي، ژبني او مذهبي لږکیو په برخه کې تبعیض ته باید د پای ټکې کیښودل شي.»

د افغانستان له پاره د ایران ځانګړي استازي په حکومت کې د مختلفو اقشارو د شریکولو غوښتنه وکړه: «زموږ نظر دا دی چې د سرپرست حکومت چارواکي دې د مختلفو او بیلابیلو اقشارو نیک یا وړو کسانو ته په حکومت کې د شاملیدو بلنه ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو هم په وار وار په حکومتدارۍ کې د ټولو خلکو پر مشارکت ټینګار کړی دی او همدارنګه په افغانستان کې یې د لږکیو د حفاظت غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو ادارې د دغو څرګندونو په مقابل کې غبرګون ښودلی دی او ویلي یي دي چې د هیڅ قوم پر وړاندې هیڅ ډول تبعیض شتون نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل په هغه غږیز پیغام کې چې دویچه ویله ته یې استولی دی دغه ادعاوې رد کړي دي: «اسلامي امارت د افغانستان ټولو وګړو ته د خپل رعیت په سترګه ګوري او هیڅوک نه شي کولی چې له بل چا سره تبعیضي چلند وکړي او د ټولو افرادو حقونه محفوظ دي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي دي: «د اسلامي امارت پر وړاندې قومي، سمتي او ژبنی تبعیض هیڅ ارزښت نه لري او هڅه کوي چې په هیواد کې ملي وحدت حاکم کړي.»

حسین سیرت: ش.ن/ ن.ز

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

03:56

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب