کالډوېل: ناټو په افغان ځواکونو کي جاسوسان ځای پر حای کوي
۱۳۹۰ فروردین ۲۴, چهارشنبه![جنرال ويليم کالډويل](https://static.dw.com/image/2047273_800.webp)
په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو اوس پدې پېل کړی دی چي په افغان امنيتي ځواکونو کښي داسي جاسوسان ځای پر ځای کړي چي پدغو ځواکونو کي د طالبانو د پټ ننوتلو مخه ونيولای سي.
دغه انديښنې وروسته تر هغه ډيريږي چي څو واري د افغان عسکرو لخوا پر بهرنيو روزونکو بريدونه تر سره سول.
بريد جنرال ويليم کالډوېل چي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي پوځ لخوا د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې مسؤل مشر دی د سه شنبې په ورځ وويل چي، تر اوسه 222 جاسوسان روزل سوي دي.
د نوموړي په وينا د جاسوسانو د روزني دغه پروسه د تېر کال د دوبي راهيسي پېل سوېده او دا چي په پام کي نيول سوې چي د کال تر آخره پوري 445 جاسوسان وروزل سي.
کالډوېل په لندن کي ويلي دي چي د ټيټي درجې دغه افغان جاسوسان به د افغان ملي اردو او پوليسو په منځ کي د هغو کسانو په هکله معلومات ټولوي چي د طالبانو لخوا ورغلي وي او يا هم د وسله والو مخاليفينو لپاره کار کوي.
تېره اونۍ يوه قهريدلي افغان سرحدي پوليس دوه بهرني عسکر په ډزو وژلي ول چي د افغان امنيتي ځواکونو د غړو لخوا د ناټو پر خپلو روزونکو د بريد وروستۍ پېښه ده.
د افغان چارواکو لخوا پر ناټو د بريدونو پيښي هغه ننگونه څرگندوي چي اوس ناټو ورسره د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په ترڅ کي مخامخ ده. هغه پداسي حال کي چي ناټو غواړي تر 2014 م مېلادي کال پوري په پوره اندازه افغان امنيتي ځواکونو تربيه کړي.
په فيبرورۍ کي درې جرمني عسکر د يوه داسي کس لخوا ووژل سول چي د افغان عسکر يونيفورم يې اغوستی ؤ. د تېر نوامبر په مياشته کي بيا يوه سرحدي پوليس د روزنې په ماموريت بوخت شپږ امريکايي عسکر په ډزو ووژل. د هغه څخه يوه مياشته تر مخه يوه افغان سرتيري درې بهرني عسکر وويشتل او د اگست په مياشته کي بيا دوه هسپانوي پوليس او د هغوی ژباړونکی د دوی تر رزوني لاندي افغان پوليس لخوا ووژل سول.
کالډوېل ويلي دي چي د افغان امنيتي ځواکونو په جوړښت کي يوه بله ننگونه د افغانستان د مليتونو انډول په پام کي نيول دي. د افغان ملي اردو او پوليسو د غړو شمېر دوه لکه او پنځه اتيا زره ښودل کيږي.
ويل سوي چي اوس په افغان امنيتي ځواکونو کي د تاجک ټبر کچه تر انډول زياته ده او پکښي د پښتنو انډول تر اندازې ټيټ دی.
کالډوېل د ستونزو سره سره بيا هم دې ته خوشبينه دی چي تر 2014م مېلادي کال د ټاکل سوي ضرب الجل سره سم به افغان امنيتي ځواکونه د امنيت دنده په غاړه واخلي.
احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: نجيب الله زيارمل