کامرون او کرزي د ملک حالات مخ پر ښه والي وبلل
۱۳۸۹ آذر ۱۶, سهشنبهدډيويدکامرون سره چي نن له هلمند څخه کابل ته راغی د انګلستان د وسله والو ځواکونو مشر جنرال ډيويد ريچاردز هم ملتيا کوله .
که څه هم غربي پوځي جنرالان د افغانستان په حالاتو کي راغلو لږ پرمختګونو ته خوشبين دي ،خو د افغان ځواکونو د تجهيز او روزني په اړه يي انديښنې لا همغسي پر ځای پاته دي .
ډيويد کامرون وايي دی به په 2011 کال کي په داسي وخت کي دافغانستان څخه د سرتيرو د وتو لارښونه وکړي چي شرايط برابر وي .
د بريتانيا صدراعظم افغان ولسمشر ته، چي نن يې په يوه خبري غونډه کي کيڼ اړخ ته ولاړ ؤ، ډاډ ورکړ چي له 2014 کال وروسته به نړيواله ټولنه دافغانستان څخه و نه وزي او د بريتانيا همکارۍ به د افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کي رواني وي.
کامرون چي د هلمند څخه يې تر ليدني وروسته په کابل کي خبري کولې ،دخپلو سرتيرو تر قوماندې لاندي سيمو کي راغلي پرمختګونه وستايل.
ديويد کاميرون:
(( موږ يوشمير پرمختګونه وليدل، د ځينو سيمو په امنيت کي مثبت تغيرات راغلي دي، وينو چي کوچنيان ښونځيو ته ځي، خو دغه پرمختګونه ماتيدونکي دي . موږ دې ته هم اړتيا لرو چي ښه ستراتيژي جوړه کړو، هغه ستراتيژي چي جنرال کرستال او جنرال پترويس جوړي کړي وې، ښي وي او ډيرکوښښونه په کار دي)).
د بريتانيا صدراعظم ديويد کامرون د طالبانو سره د افغان دولت د سولي د پروسې څخه ملاتړ څرګند کړ ،اود ويک ليکس لخوا يې د امريکا دمحرمو اسنادو د خپريدوپه جواب کي وويل چي هر هغه څه چي د کابل او بريتانيا په اړه په دغو اسنادو کي راغلي دي ، د دوو دوستانو مناسبات نسي خرابولای، ځکه د کابل او لندن اړيکي اوږد مهالي دي .
ټاکل سوي ده چي بريتانيا د راتلونکي 2011کال د اوايلو څخه له افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلوپروسه پيل او په درو کلونو کي يې بشپړه کړي.
ښاغلي کامرون د هغو طالبانو سره د سولي خبري ممکني وبللې چي ځانونه له ترهګرو سازمانونه جلا کوي او له پاته هغوسره به د نړيوالو روانه جګړه په ميړانه روانه وي.
افغان ولسمشر حامد کرزي هم د بريتانيا د هغو سرتيرو وينو ته ارزښت ورکړ چي د افغانانو د هوسايني لپاره يې توی کړي دي.
کرزي وويل چي باثباته افغانستان نه يوازي دا چي د بريتانيا په ګټه دی، بلکي د ټولي نړۍ په ګټه هم دی .
ښاغلي کرزي د خپلو سرتيرو دپاره له بريتانيا د ډيرو روزونکو او تجهيزاتو غوښتنه وکړه.
ده د ډيويدکامرون سره خپلي ننۍ خبري ارزښتمني وبللي.
. کرزی:
( ( د افغان ځواکونو د روزلو، او دافغانستان په امنيت کي مو د بريتانيا د عسکرو د رول په اړه خبري وکړې، او همدا رنګه بريتانيا د افغانستان سره دوامداره مناسبات لري او هيله لروچي ښاغلی کامرون نن د افغانستان له چارواکو سره پر دغواړيکو نور هم وږغيږي)).
ټاکل سوېده چي بريتانيا به تر2015 کال وروسته په افغانستان کي جنګي ځواکونه و نه لري .
اوس مهال د دغه هيواد 9500 سرتيري د ګڼ مليتيزه ځواک په چوکاټ کي ماموريت پرمخ بيايي چي ډيری يي په هلمند کي ځای پر ځای دي.
هلمند د افغانستان د هغو ولايتونود جملې څخه دی چي يو شمير ولسوالۍ يي کاملأ د دولت ضد زورپالو په لاس کي دي .
د هغه وخته څخه چي د بريتانيا پوځ په افغانستان کي ماموريت پيل کړی دی، تر اوسه پوري يې تقريباً 345 عسکر وژل سوي دي .
ميرويس جلال زی
کتونکی : محمد قاسم نوري