کامرون د فساد ضد کنفرانس کوربه دی
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبهپه دغه غونډه کې د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه سیاستوال او د سازمانونو مشران ګډون کوي چې پکښې د افغانستان، نایجریا، او کولمبیا ولسمشران هم شامل دي. پر دې سره بیره به په غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم حضور ولري. بانکونه، د مدني ټولني استازي او د پیسو نړوال صندوق به هم په دې کنفرانس کې حاضر وي.
د کنفرانس هدف په نړۍ کي د فساد پر ضد غږ پورته کول دي.
خو پخپله کامرون هم چې د دې کنفرانس کوربه دی، په ښه وضعیت کې نه دی. تیره میاشت د پاناما اسنادو تر بربنډیدو وروسته د هغه نوم هم رابرسیره شو او روښانه شوه چې کامرونه په یوه داسي تش په نوم شرکت کې ونډه لرلي چې پلار یې جوړ کړی وو.
خو دا یوازي هغه څه نه دي چې کامرون یې په یو څه خراب وضعیت کې راګیر کړی دی. تر غونډي مخکې له ملکې الزابیت سره د هغه خصوصي څرګندوني هم رسنیو ته راووتي چې پکښې یې افغانستان او نایجریا په عجیبه توګه په فساد اخته هیوادونه بللي ول.
که څه هم افغانستان لا تر اوسه د کامرون د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی خو د نایجریا ولسمشر ویلي دي چې دی تمه نه لري کامرون له هغه څخه بخښنه وغواړي خو په بدل کې کیدای شي کامرون د نایجریا په فساد اخته دارایي له خپلو بانکونو څخه وباسي او په دې ترتیب سره د فساد پر ضد مبارزه کې له دې هیواد سره مرسته وکړي.