1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامِلا هېریس: شمالي کوریا سخته دیکتاتوره ده

۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

د امریکا د جمهوررئیس مرستیاله، کامِلا هېریس د جنوبي او شمالي کوریا ترمنځ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي سرحد د لیدو پر مهال په غیر معمولي ډول سره د پیونګیانګ پر رهبرۍ باندي سخت انتقاد وکړ.

Südkorea, Seoul | Yoon Suk Yeol trifft Kamala Harris
انځور: Leah Millis/Pool Photo/AP/picture alliance

هغې وویل، چي په اصطلاح «دغه غیر نظامي ساحه چي د کوریا نیمه جزیره د اوو لسیزو راهیسي سره جلا کوي، د دې ښکارندويي کوي، چي دواړو خواوو څومره متفاوتي لاري طی کړي دي.» هغې نن پنجشنبه (د سپټمبر ۲۹ مه) د خپلو خبرو په ادامې سره وویل، چي په «شمال کي موږ یو مستبد دیکتاتور، د بشر د حقوقو سخت تر پښو لاندي کوونکی او غیر قانوني د وسلو پروګرام درلودونکی نظام لرو، چي سوله او ثبات د خطر سره مخامخ کوي.»
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب