د شمالي امريکا د هېواد په څو سيمو کي ځنګلونه سوځول کیږي. ۲۵۰۰ اور وژونکي په دنده بوخت دي. د کاناډا حکومت اوس له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.د کاناډا د عامه خوندیتوب سکرتر بل بلیر په اوتاوا کې وویل: «په البرټا کې وضعیت خورا د اندېښنې وړ او خطرناک دی.» بله ننګونه دا ده چې اوس په ساسکاچیوان، بريتيش، کولمبیا او شمال لویديځو سیمو کې سخت اورونه لگيدلي دي. له همدې امله، کاناډا اوس له نورو هیوادونو «متحده ایالاتو، مکسیکو، آسټرالیا او نیوزیلینډ» څخه د مرستې غوښتنه کوي.
«افغانستان د طبيعي پېښو له خطر سره مخامخ دی»
نیم میلیون هکټاره ځنګلونه سوځیدلي دي
د هیواد له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۲۵۰۰ اور وژونکو او ۴۰۰ سرتیرو په دې ولایت کې د اور وژنې سره مبارزه وکړه، چې له لگيدلي اورونو څخه ۲۷ یې اوس مهال له کنټروله بهر دي. ځنګلي اور چې د می له پیل راهیسې په البرټا کې راپورته شوی تر نیم ميلیون هکټاره ډیر ځنګلونه يې سوځولي دي. د استوګنې ګڼ شمېر ودانۍ او کاروبارونه ویجاړ شوي دي. د برتيش د کولمبیا په لویدیځ ایالت کې، د چهارشنبې په ورځ ۶۰ نور اورونه ولګېدل، چې ۱۵ یې له کنتروله وتلي.
په شمال لوېدیځو سیمو کې د اورلګېدنې له امله زرګونه کسان له سیمې ایستل شوي دي. د البرتا د بیړنیو خدماتو ویاندې جوسي سټ اونګ وویل: «په دې کې شک نشته چې دوبی به ستونزمن وي او دا چې موږ به مرستې ته اړتیا ولرو، د لگيدلي اورونو شمیر ته په پام سره، دا به میاشتې وخت ونیسي چې دغه لگيدلي اورونه کنترول کړاي شي. دا به یوه «اوږده مبارزه« وي.»
د هوا ککړتيا په اروپا کې هر کال د سونو تنکو ځوانانو ژوند اخلي
وچ اپریل، د می میاشت گرمه هوا
د کاناډا په لوېدیځ کې د اپریل میاشت هوا ډېره وچه وه، د می مياشتي له پیل راهیسې د هوا گرموالی، يا تودښت د ريکارد کچې ته رسیدلی او ورپسي قوي بادونه ثبت شوي دي. له څو کلونو راهيسي د کاناډا لوېدیځ په مکرر ډول د سخت موسم يا د اوبو او هوا له پیښو سره مخامخ شوی، کوم چې د کارپوهانو په وینا، د اقلیم د بدلون په پایله کې په شدت او کمښت کې زیاتوالی راځي.
د ځمکي تودښت کوم طبيعي افتونه رامنځ ته کوي؟
تودښت، سړه هوا، طوفانونه او سیلابونه - د هوا د انتساب شبکه، د سختې هوا او اقلیم بدلون ترمنځ اړیکې ارزوي. دنده پیچلې ده، د هر ډول سخت موسم سره بيلا بيل معیارونه شمیرل کیږي.
انځور: Yosuke Hayasaka/Yomiuri Shimbun/AP/picture allianceپه ټوليزه توګه ګرمه فضا کې په منطقي ډول د تودښت څپې هم پیاوړي دي، نو د نړۍ د اوبو او هوا د تودښت کارپوهان «WWA» د دوي تر منځ د اړيکو په هکله خپله لارښوونه کې په ګوته کوي چې د تودو څپو زياتيدل کولې شو مدام د هوا او اوبو له بدلون سره وتړو.
انځور: Huang Wei/Xinhua/AP/picture allianceد اوږدې مودې له پاره د خاورې وچیدل بیلا بیل لاملونه لري. د اقلیم بدلون د دروند خو لږ باران او د تبخیر د زیاتوالي لامل کیږي. په ډېرو ځایونو کې د غیرې طبیعي اوبو څخه د انسانانو کار اخيستل دي. له همدې کبله، وچکالۍ په ټوليزه توګه، يوازي د اقلیم بدلون ته منسوب کيدی نه شي.
انځور: Mauro Ujetto/NurPhoto/picture allianceهغه څه چې د اروپا، اسيا امریکا او استراليا په ځنګلونو کې ليدل کيږي تر يوې اندازې پوري يې سبب ځايي انسانان دي. د ځنګلونو او اوبو ښه مدیریت ممکن خطر کم کړي.
انځور: Noah Berger/AP/picture allianceتوده هوا کولی شي ډیر رطوبت جذب کړي، نو له کبله يې ډیر باران وريږی. او له همدې امله د نړۍ په هره سیمه کې سیلابونه قوي شوي دي. دغه راز، د يو سیلاب اندازه په ډیرو او بيلا بیلو لاملونو پورې تړاو لري.
انځور: Prabhakar Mani Tewariد WWA څیړونکي وايي، طوفانونه، لکه هریکين، سايکلون او تايفون، چې په پر له پسې ډول نه پیښیږي او د اوسني پوهې له مخې د دوی د باد سرعت د اقلیم د بدلون په پایله کې نه دی بدل شوی. حقیقت دا دی چې دغه طوفانونه ډېر وختونه وژونکي پایلې لري. په ځانګړي توګه چې دغه طوفانونو سره ډيرې اوبه يا سيلاب راځي.
انځور: Jesus Bustamante/REUTERSد طوفان زیاتوالی هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چې ځواکمن بادونه په لوړو څپو کې د ساحل پر وړاندې پر سمندر فشار راوړي. دا په ځانګړي ډول د «پسرلي د څپو» په بهير کې خطرناک کیږي او په هرو 14 ورځو کې پیښیږي. کله چې ځمکه، سپوږمۍ او لمر په یوه لیکه کې وي، د WWA د لارښوونو له مخې، د نړۍ په کچه د ځمکې د تودوښت خطر تر هغه وخته پورې زیاتوي چې په سمندر کې د څپو لوړوالی او اوبه له لوړې کچې سره سيمې ته ننوځي.
انځور: epa ANA Saitas/dpa/dpaweb/picture-allianceپه ټوله نړۍ کې د ځمکې تودوښت د زیاتوالي له امله يخه هوا لږ شوې ده. تر اوسه پورې، WWA هم په سختۍ سره د درنو واورو د فریکونسۍ او شدت په اړه کوم باوري معلومات نه لري. خو دلته هم داسې نښې نښانې شته چې د نړۍ په شمالي نیمه کره کې په ځینو سیمو کې د واورو وريدلو شدت زیات شوی دی.
انځور: Yosuke Hayasaka/Yomiuri Shimbun/AP/picture alliance