1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا غواړي ۳۰۰ زره مهاجر ومني

۱۳۹۵ آبان ۱۱, سه‌شنبه

کاناډا به په راتلونکي کال کې ډیر هغه مهاجر ومني چې د دغه هيواد د اقتصاد په پياوړي کولو کي مرسته وکړي. خو د هغو مهاجرو د قبلېدو چانس ډېر کم دی چي غواړي په دغه هيواد کي سياسي پناه واخلي.

Familie Kurdi in Kanada angekommen Flüchtlinge Asyl Syrien Kanada
انځور: picture alliance/D.Dyck/The Canadian Press

په اوتاوا، کې حکومت وایې چې په راتلونکي کال کې به یې د مهاجرو پر مخ دروازې خلاصې وي. دا په داسې حال کې چې اوس تمرکز بدل شوی دی. په دې توګه به نو ډیر هغه مهاجر ومنل شي، چې د دغه هيواد (کاناډا) د اقتصاد په پياوړتيا کي مرسته وکړي.

کاناډا د مهاجرو په سیاست کې اصلاحات راوستلي دي. د دغه هیواد د کډوالو چارو وزیر جان مک کالوم، اعلان کړی دی چې هيواد به ئې، لکه د روان کال په شان په راتلونکي کال کې هم ۳۰۰ زره مهاجر ومني.

دغه هیواد ته په نوو راتلونکو مهاجرو کې به د هغو کسانو شمیر ډیر کم وي چې د جګړو او زورزیاتیو له امله خونديتوب ته اړتيا لري.

د دې پرځای به لکه د پخوا په شان کاناډا ډیر هغو کسانو ته یو نوی ټاټوبی وي چې د دغه هيواد له اقتصاد سره مرسته وکولای سي.

رقابت او اقتصادي وده

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر د دغې پریکړې له پاره داسې دلیل راوړي چې مهاجرت په دغه (جهاني شوې) نړۍ کې د استعدادونو د رقابت ساتنې په برخه کې مهم رول لوبوي او د دغي مخ پر زړیدونکي ټولنې سره د مقابلې له پاره اغېزمن ثابتیږي. کالوم، زیاته کړې ده چې دا ډول مهاجرت د اقتصادي ودې او تخنیکي پرمختګ سبب هم کیدلای شي.

دغي پریکړي د مخکښو سوداګرو استازي نا امیده کړي دي. د دیموګرافۍ او نفوسو شمیر په پام کې نیولو سره دوی د راتلونکو پنځو کلونو له پاره هر کال د ۴۵۰۰۰۰ نویو مهاجرو د راتګ هیله درلوده.

له لسیزو راهيسې د ماشومانو د زېږېدو کمښت او په مخ پر ډیریدونکي ډول د عمر اوسط لوړیدل دغه ټولنه د زړو یا پاخه عمر لرونکو ټولني پر لور روانه کړې ده.

کاناډا د مهاجرو د منلو په برخه کې د یوه سابقه لرونکي هیواد په توګه د کډوالۍ د داسې سیاست لرونکی دی چې هدف یې د بهرنیو کارګرو جذبول دي کوم چې په اوږده موده کې د دغه هیواد له پاره زیاتې اقتصادي ګټې لري.

وزیر په دې هکله د توضیحاتو په ورکولو سره وویل چې په هر کال کې د ۳۰۰ زرو مهاجرو د راتګ معیار به د راتلونکو کلونو له پاره هم باقي پاته شي. د هغه په خبره دا به د کډوالو پر معمولي شمیرې چې له یوې اوږدې مودې راهیسې جریان لري شاوخوا ۴۰ زره اضافه شي.

د کورنۍ یوزاي کیدو ته پراختیا ورکول شوې

کاناډا غواړي په راتلونکي کال کې ۱۷۲ زره هغه مهاجر ومني چې په اقتصادي وده کي مرسته وکولای سي، څو هغوی ته د کار اجازه او د زده کړې امکانات برابر کړي. د هغو مهاجرو برخه چې د پناه او خونديتوب په لټه کې دي (په روان کال کې۴۰ زره وه) په راتلونکي کال کې ۱۶ زرو ته راکښته شي.

له دې سره به موازې په کاناډا کې له مهاجرو سره د دوی د کورنۍ الحاق یا یوځای کیدو پروسې ته پراختیا ورکړل شي. په ۲۰۱۷م کال کې به د مهاجرو د کورنیو ۸۴ زره غړي ور وغوښتل شي.

نور مطالب:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل