کاناډا ژمنه کړې ده چې د ۲۰۲۳م کال تر پایه به ۴۰زره افغانان دغه هیواد ته انتقال کړي. تېره مياشت هم د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۱۹۲ افغانان ېې په يوه چارتر الوتکه کې له متحده عربي اماراتو څخه کاناډا ته انتقال کړل.
د کانادا د مهاجرو چارو وزارت د ارقامو له مخې، له ۲۰۲۱م کال راهیسې تر ۳۵ زروډېر افغانان کاناډا ته انتقال شوي دي. په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په لسونو زره افغانان له هېواده اروپا، امریکا، کاناډا او د نړۍ نورو هیوادونو ته ووتل.
په دې منځ کې یو شمېر افغانانو چې د پناه غوښتنې ېې منل شوي، له مياشتو راهيسې د افغانستان په ګاونډيو هیوادونو په تېره ایران او پاکستان او همدارنګه عربي ملکونو کې انتقال ته منتظر دي.
کاناډا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له خپلو محلي کارمندانو علاوه، ډېر شمېر هغه افغانان ېې هم منلي او پناه ېې ورکړې چې د خطر په معرض کې قرار لري.
ش.ا/م.ک.ص./ن.ز.
پر ورته موضوع له آرشیفه یو انځوریز البوم:
له کابل څخه د تخلیې پرمهال لادرکه شوی ماشوم له کورنۍ سره یوځای شو
له کابل څخه د تخلیې پرمهال لادرکه شوی ماشوم له کورنۍ سره یوځای شو
انځور: Ali Khara/REUTERSد رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې هغه افغان ماشوم چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د وتلو د ګډوډۍ پر مهال ورک شوی وو، تر موندل کیدو وروسته په کابل کې خپلو خپلوانو ته سپارل شوی دی. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور: Reutersرویټرز خبري اژانس په خپل یوه تازه رپوټ کې لیکلي چې د تېر میلادي کال د اګست په نیمايي کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې لادرکه ماشوم تر موندل کیدو وروسته اوس بیرته د ماشوم خپلوانو ته وسپارل شو. کله چې ماشوم په هوايي ډګر کې ژړل، یو ټکسي چلوونکی حامد صافي وموند او له ځانه سره یې بوتلو چې د خپل ماشوم په توګه یې لوی کړي.
انځور: Ali Khara/REUTERSرویټرز راپور ورکړی چې ټکسي چلوونکي پنځه میاشتې وروسته له خبرو او غوښتنو او همدارنګه د طالبانو له خوا د لنډې توقیف وروسته ماشوم په کابل کې خپل انا او نورو خپلوانو ته وسپاره. د ماشوم خپلوانو ویلي چې دوی اوس تمه لري چې هغه د خپلې کورنۍ سره یوځای شي چې دا مهال په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.
انځور: Ali Khara/REUTERSسهیل احمدي دوه میاشتینی وو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۹ د کابل په هوايي ډګر کې له خپلې کورنۍ جلا شو. هغه مهال چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته زرګونه کسان د کابل هوايي ډګر ته د وتلو لپاره ورغلي وو، کوچنی سهیل احمدي پکې له خپلې کورنۍ لا درکه شو.
انځور: Ali Khara/REUTERSد دې ماشوم د ورکیدو په اړه د رویټرز د راپور له خپریدو وروسته، د ټکسي چلوونکي صافي ګاونډیانو د سهیل خپور شوی عکس پیژندلی وه. د طالبانو یوه قوماندان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به د ماشوم کورنۍ د هغه ټکسي چلوونکي کورنۍ ته سل زره افغانۍ ورکوي چې ماشوم یې د ساتنې یا پالنې لپاره موندلی وه.
انځور: Ali Khara/REUTERSد ماشوم پلار میرزا علي احمد په کابل کې د امریکا د سفارت ساتونکی وو. د نوموړي میرمن ثریا د کابل په هوايي ډګر کې د ویستلو په بهیر کې خپل ماشوم د هوايي ډګر له دیوال سره نږدې نیولی وو، تر څو ورته زیان ونه رسیږي. دغه ماشوم له دوی څخه امریکايي ځواکونو اخیستی وو، خو هوايي ډګر ته تر داخلیدو وروسته یې خپل ماشوم بیا ونه موند.
انځور: Ali Khara/REUTERSد ځینو نړیوالو خبري اژانسونو د راپور له مخې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهال تر زرو زیات ماشومان له خپلو کورنیو پرته د کابل له هوايي ډګر څخه امریکا ته وړل شوي دي.
انځور: Chris Herbert/US Airforce/AFP