کانډوم په لومړي ځل له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې کارول شوی و. پخوانیو مصریانو کانډوم رنګاوه، په داسې حال کې چې رومیانو دا د دښمن د وژل شويو سرتیرو له عضلاتو څخه جوړول.د بشريت پر ستري اختراع هیڅ توافق نشته، ټایرونه؟ انټي بیوټیک؟ يا د لوښو مینځلو ماشین؟ هر یو په خپل ځای مهم دی. خو نن موږ پر یوې بلي علمي اختراع تمرکز کوو چې ممکن په لومړي نظر کې خورا عادي وبرېښي، مګر ژوند یې بدل کړی دی: کنډوم.
له لاتکس څخه جوړ شوي د دې پوښ په مرسته، خلک کولی شي د جنسي ساري ناروغیو د انتقال مخنیوی او د ناغوښتل شوي امیندوارۍ مخه ونیسي. د »امریکا د پلان شوي والدینو« پروګرام د موندنو له مخې، که څه هم د کانډوم محافظت سل په سلو کې نه دی، خو که په سمه توګه وکارول شي نو ۹۸ سلنه د حمل مخه نیولای شي. خو که کانډوم په سمه توګه ونه کارول شي، د هغې اغیزمنتیا ۸۷ سلنه ده، په دې معني چې له ۱۰۰ څخه نږدې ۱۳ کسانو چې کنډوم کاروي امیندوارې کیږي.
انځور: Oleksandr Latkun/Zoonar/picture alliance سربېره پر دې کانډوم د تاریخ په اوږدو کې د خلکو ژوند ژغورلی او ښځو ته یې خپلواکي ورکړې ده. په ځانګړې توګه هغو مېرمنو ته چې پرته له واده څخه امیندوارې کېږي، دوی له لوی ګواښ سره مخ کوي او حتی تر دې هم بده دا ده چې د دوی ژوند په خطر کې اچوي. راځئ چې د دې پدیدې خوشحاله کوونکو زاویو ته اشاره وکړو.
اړوند مطلب:میاشتنی عادت څنګه د جنسي اړیکي پر غوښتنه اغیز لري؟
کانډوم له مارانو څخه ساتنه د کانډوم په څیر وسیلې ته لومړۍ اشاره له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې دورې پورې ټړاو لري. داسې ویل کیږي چې پاچا مینوس چې یو له یوناني افسانو او د کریټ پاچا و، د یو ډول جنسي ناروغیو مخنیوي له پاره له خپلو جنسي شریکانو سره له وزې مثانې څخه کار اخیستل. په افسانو کې راغلي چې د مینوس مني په مار او لړمانو بدلېدل.
اړوند مطلب: آلمان: په پټه د کانډوم سوري کولو ښځه پر حبس محکومه کړه
دا واقعیا ښه نه برېښې. ځيني سرچینې وايي چې مینوس خپل تناسلي آله د وزې په مثانې پوښل، په داسې حال کې چې نور روایتونه وايي چې د هغه مېرمن پاسیفا د وزې مثانه په خپل جنسي اندام کې مخکې له جنسي رابطې څخه دننه کاوه، ترڅو خپل جنسي اندام د مار او لړمانو له چیچلو وساتې. په هر صورت، دا د محافظتي وسیلو لومړنی روایت دی چې د هغو ناروغیو د مخنیوي له پاره کارول کېدل چې موږ یې اوس د جنسي ساري ناروغیو په نوم پېژنو.
کانډوم د ټولنیزو طبقو د نخښې په توګه پخوانیو مصریانو هم له جنسي ساري ناروغیو څخه د ساتنې له پاره کانډوم کارول. لرغونپوه هوارډ کارټر او د هغه ټیم د عنخ آمون په مقبره کې یو کانډوم وموند چې د فرعون د (ډي ان ای) نمونې پکې شاملې وې. دا کانډوم د زیتون په تیلو غوړ او له نازک کتان څخه جوړ شوی و او له يوه داسې تار سره وصل شوی وو چې څیړونکي باور لري د فرعون تر ملا راتاو او تړل کېد. د دې کانډوم مخینه شاوخوا له میلاد څخه ۱۳۵۰ کاله مخکې ښودل شوې ده.
په لیبیا کې د مهاجرو ربړول او دغلامانو د خرڅلاو بازار
د غلامانو په توګه خرڅول، جنسي تیري، ربړول او لوږه هغه څه دي چې په لیبیا کې ورسره یو شمیر مهاجر لاس او ګریوان دي. هغه مهاجر چې اروپا ته د تګ نیت لري، د لیبیا د امنیتي ځواکونو له سخت چلن سره مخامخ کیږي. انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi په لیبیا کې د غلامانو د خرڅلاو بازار انځورونو خپریدل نړۍ وړلزوله. د لیبیا حکومت چې نړیواله ټولنه يې ملاتړ کوي، د دغو انځورونو تر خپریدو وروسته د یوې څیړنیزي کمیټې د جوړیدو خبر ورکړ. په عین وخت کې د لیبیا حکومت ویلي دي چې دغه هیواد د معمرالقذافي تر سقوط وروسته له اړودوړ سره مخامخ دی او لیبیا اروپا ته د غیرقانوني مهاجرت منبع نه، بلکې پخپله د دغه وضعیت قرباني دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Bucciarelli هغه کسان چې په دغه بازار کې پلورل کیدل، افریقایي مهاجر ول. په ليبيا کې د غلامانو په توګه د هغوی د خرڅلاو د انځورونو خپریدو په ځينو اروپایي او افریقایي ښارونو کې اعتراضونه راپورته کړل. د مراکشي او افریقایي ځوانانو یوې ډلې (په پورتنې انځور کې) د مراکش په پلازمینه کې د لیبیا سفارت مخې ته احتجاج وکړ.
انځور: Getty Images/AFP/F. Senna ډیر مهاجر اروپا ته د رسیدو پر لاره ویرونکي تجربې تر شا پریږدي. ملګري ملتونو د اروپایي اتحاديي او یو شمیر افریقایي هیوادونو سره په ګډه پتېيلې ده چې د روان کال تر پایه پوري ۱۵۰۰۰ پناه غوښتونکي خپل هیواد ته ستانه کړي. زیاتره دغه مهاجر له نایجیریا، ګامبیا او ګانا هیوادونو دي. د ملګرو ملتونو په وینا په دغه طرح کې ګډون اختیاري دی.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi ملګرو متلونو تر دې دمخه په لیبیا کې د مهاجرو د کمپونو د وضعیت په هکله هم اندیښنه څرګنده کړې وه. د اټکلونو له مخې له۴۰۰ زرو تر یو میلیون پوري مهاجر په لیبیا کې په ناخواله وضعیت کې ژوند کوي او هیله من دي چې وکولای شي په لومړني فرصت کې ځانونه اروپا ته ورسوي. د لیبیا د چارواکو په ونیا اوسمهال شا او خوا ۲۰ زره مهاجر د دغه هيواد په کمپونو کې ژوند کوي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi په لیبیا کې د ملي یووالي حکومت له اروپایي اتحادیي سره د ساحلي ګارد په واسطه د مدیترانې سمندرګي له لاري اروپا ته د مهاجرو د مخنیو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی دی. په دې موخه په راتلونکې کې باید د مناسبو شرایطو لرونکي پناه ځایونه برابر شي. پورتنی انځور د همدغې ډول یوه کمپ دی چې مصراته ښار ته نزدې موقعیت لري. دغه کمپ پخوا یو زندان وو.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/C. Occhicone هغو مهاجرو چې په لیبیا کې یې په توقیف خانو او کمپونو کې زیات وخت تیر کړی دی، له جسمې لحاظه يې وضعیت ښه نه دی او پر بدن یې د شکنجو او جسمې آزار نخښې لیدلي شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان، څه موده وړاندي وویل چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې چې کومو کسانو ځانونه د مدیترانې سمندرګي له لاري ایټاليا ته رسولي ۴۱ زره تنه وو چې د ټول تیرکال په پرتله یې شمیر لس زره تنه زیات وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Brabo دغه ځوان هم د مصراته په۵۰ کیلومترۍ کې د مهاجرو په یوه کمپ کې ژوند کوي. ډیر مهاجر د کار موندلو په موخه لیبیا ته مهاجرت کوي. یوه ډله یې بیا غواړي چې د مدیتراني د مرګوني لاري تر وهلو وروسته ځانونه اروپا ته ورسوي. تر اوسه څو زره کسان د دغې لاري په اوږدو کې مړه شوي دي. خو پر دې سربیره هم ډیر افریقایي ځوانان د تیښتې لومړني فرصت ته انتظار باسي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Brabo د لیبیا ساحلي ګارد په دې ترڅ کې ډیر ځوانان نیولي او وچې ته یې ستانه کړي دي. دغه کسان د لیبیا ساحلي ښار طرابلس په ۴۵ کیلومترۍ کې میشتیږي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه د اروپایي اتحادیې او لیبیا تر منځ پر شوي تړون انتقاد کوي. د دغه تړون اصلي هدف د مدیتراني سمندرګي مسیر بندول دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. JAwashi د اروپايي اتحادیې او افریقا مشرانو په نزدې وخت کې په عاج ساحل کې پر دې باندي توافق وکړ، چې د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې په ملاتړ یو افریقایي کمیسیون جوړ شي چې په افریقا کې له بشري حقونو څخه د سرغړوني پيښې وڅیړي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Jawashi
کانډوم يوازې د پاچاهانو له پاره نه وو. نورو مصریانو هم دا کارولای شوای، خو یوازې له هغو رنګونو سره چې د دوی ټولنیز طبقه په ګوته کړي. په دې توګه، کله چې د کانډوم رنګ وښودله چې یو څوک، د بیلګې په توګه يو بزګر دی، هغه نشي کولای خپل جنسي ملګري د فرعون د داخلي حلقې غړی په توګه معرفي او دوکه ورکړي.
په لرغوني روم کې کانډوم د کتان یا کولمو یا د پسونو او وزو له مثانې څخه جوړېدل. روميانو د حمل د مخنيوي وسيلې په توګه کانډوم نه کارول، خو د دې وسيلې د کارولو اصلي لامل د سفليس په څېر د ناروغيو د خپرېدو مخنيوي و. دا هم ویل کیږي چې دوی د هغو نارینه وو د عضلاتو څخه کانډوم جوړول چې په جګړو کې وژل کېدل؛ خو هغه څېړنیز لیکوالان چې د هند د یورولوژي مجله کې خپاره شوي ویلي دی: »د دې له پاره کوم کره شواهد نه شته.»
انځوریز رپوټ: د مومیایي شوو فرعونیانو د جسدونو د انتقال مجلل مراسم
د لرغوني مصر د ۱۸ پادشاهانو او ۴ ملکو مومیایي شوي جسدونه په ډیرو شاندارو مراسمو په تحریر میدان کې د مصر له موزیم څخه د مصر ملي تمدن موزیم ته انتقال شول. دغه مراسم د فرعونیه «طلایي رسم ګذشت» تر نامه لاندې ترسره شول. انځور: AP Photo/picture alliance د مصر پلازمېنه قاهره د شنبې په ماښام (د اپریل ۴) د «فرعونیانو د طلایي رسم ګذشت» شاهده وه. په دغو شاندارو مراسمو کې ۲۲ مومیایې شوي اجساد (۱۸ پادشاهان او ۴ ملکې) د مصر د نئوکلاسیک موزیم څخه نوي نندارتون ته چې د پخواني ځای په پنځه کیلومترۍ کې قرار لري انتقال شول.
انځور: Mahmoud Ghany/dpa/picture alliance دغه مومیایي اجساد تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په داسې شکل چې د پادشاهۍ له شان او شوکت سره مناسب وو، د مصر د ملي تمدن نوي موزیم ته انتقال شول. ویل کیږي چې پر دغو مجللو مراسمو څو میلیونه ډالره لګښت راغلی دی.
انځور: Gehad Hamdy/dpa/picture alliance هر مومیایي په ځانګړي ډکراسیون يا سينګار درلودونکي نقلیه وسیلې کې لیږدول کیده. د بهتره ساتنې په موخه مومیایي شوي اجساد د لیږدول کیدو پر مهال په نایتروجن لرونکو ځانګړو جعبو یا بکسونو کې ځای پرځای شوي وو.
انځور: AP Photo/picture alliance دغه کاروان د ارابه یا ټایرونو درلودونکو لرغونو ګاډیو یا ټانګو په وسیله بدرقه کیده.
انځور: Mahmoud Khaled/AFP یو بل انځور چې د لرغوني مصر په ځانګړو لباسونو او توکو سره یې دغه کاروان بدرقه کولو.
انځور: Mahmoud Khaled/AFP د هغې انتقالونکي وسیلې یوه بیلګه چې لومړی آمنحوتپ یا لومړی آمنوفیس په کې انتقالیده. نوموړی د لرغوني مصریانو د اتلسم نسب دویم فرعون وو، چې له میلاد مخکې (قبل المیلاد) په ۱۵۰۶ څخه تر ۱۵۲۶ کلونو کې یې واکمني کوله.
انځور: AP Photo/picture alliance مصر د کرونا وبا د خپریدو پر مهال پر کووید ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د ډیر لوړ شمیر شاهد وو. خو د وخت په تیریدو او د دغه ویروس له امله د مړينې او مبتلایانو د شمیر د کمیدو په پایله کې په آزاده فضاء کې پر غونډو او اجتماعاتو محدودیتونه لغوه شول. په دغه «د فرعونیانو طلایي رسم ګذشت» کې د نظام د پیاده افرادو د صف بندۍ یو انځور.
انځور: Gehad Hamdy/dpa/picture alliance د شنبې ورځې د پریډ یو له په زړه پورو نندارو څخه د «نوي پادشاهۍ د دورې» تر ټولو مشهور فرعون، دویم رامسس پادشاه وو چې ۶۷ کاله يې واکمني وکړه. نوموړی همدارنګه د سولې د لومړي تړون د لاسلیک کولو له امله مشهور دی. ډیري هغه د لرغوني مصر د تاریخ تر ټولو ځواکمن فرعون بولي.
انځور: REUTERS سیاحت د مصر د عایداتو یو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کیږي. مصري چارواکي هیله لري چې نوی موزیم به د سیاحت سکتور په بیا را ژوندي کولو کې مرسته وکړي. د مصر د تمدن په نوي جوړ شوي موزیم کې د یونسکو سازمان په همکارۍ د لرغوني مصر ۵۰ زره آثار راټول شوي دي. د دې موزیم د مومیایې شویو اجسادو د تالار دروازې به د ۲۰۲۱م کال د اپریل له ۱۸ نیټې څخه د سیلانیانو پر مخ پرانیستې وي.
انځور: Mahmoud Khaled/AFP
د ربړو انقلاب دا چې د »کانډوم« اصطلاح له کوم ځای څخه سرچینه اخلي، په دې اړه مختلف نظریات شته. د دې څېړنې لیکوالانو په ګوتو کړي چې دا اصطلاح ممکن د لاتیني کلمې "کانډوس" څخه اخیستل شوې وي چې د لوښې يا پلیټ په معني ده او یا د فارسي »کمدو» کلمه چې د حیواناتو لوی کولمې یوې برخې ته ویل کېدل.
بي اي فینج او هوګ ګرین په خپل «د عمر په اوږدو کې له امیندوارۍ مخنیوي» کتاب کې لیکي چې دا نوم غالباً د دوهم پاچا چارلس د دربار ډاکټر څخه اخیستل شوی چې په ۱۷ مه پیړۍ کې یې واکمني کوله. لکه څنګه چې په تاریخ کې لیکل شوي، چارلس د خپلو ناقانونه ماشومانو د زیاتیدونکي شمیر په اړه په غوسه و. نو ډاکټر کانډوم (هو، دا د هغه اصلي نوم و) یو څه څېړنه وکړه. هغه د پسه له کولمو څخه يو پوښ جوړ کړ او پاچا ته یې لارښوونه وکړه چې د جماع په وخت کې یې واغوندي ترڅو د هغه مېرمنې امیندوارې نشي.
انځور: TONY KARUMBA/AFP/Getty Images سربېره پر دې، موږ باید د امریکايي مخترع چارلس ګوډیر څخه مننه هم وکړو چې د لومړي ځل له پاره یې نن ورځ عصري ډول کانډوم جوړ کړ. د ۱۸۰۰ لسيزي په منځنیو کلونو کې هغه ربړ ته د حرارت ورکولو پروسه کشف کړه چې پکې طبیعي ربړ له اورلګید سلفر سره حرارت ورکول کېدل ترڅو ډېر نرم او ډیر دوامدار مواد ورڅخه جوړ کړي.
په ۱۸۶۰م کال کې کانډوم په پراخه کچه تولید شو. په هغه وخت کې د کانډومونو بیه لوړه وه، خو د نن ورځې په پرتله چې یوازې د یو ځل له پاره کانډوم کارول کېږي، هغه وخت خلک له کارولو یې وروسته مینځل او بیا یې کارول.
په پاکستان کي د جنسي تيري قرباني د کاليو په ننداره کيThis browser does not support the video element.
په نړۍ کې د امیندوارۍ د مخنیوي دوهم مشهور میتود په ۱۹۲۰ لسیزه کې د لاټکس اختراع د کانډوم په صنعت کې انقلاب راوست. د نن ورځې لاټکسي کانډومونه کولی شي له چیرې کېدو څخه مخکې د اصلي اندازې په پرتله اته برابره پراخ شي. دا کانډومونه هم غوړ شوي او طعم لرونکي بازار ته وړاندې کېږي. د ملګرو ملتونو د یوې څېړنې له مخې په ۲۰۱۹م کال کې د نارینه و له پاره کانډوم په ټوله نړۍ کې د امیندوارۍ مخنیوي له پاره دوهم خورا مشهور میتود و. په لومړي درجه کې د ښځو عقیم کول ځای لري. د دې څیړنې له مخې په ۲۰۱۹م کال کې ۲۱ سلنه خلکو د حمل د مخنیوي له پاره کانډوم کارولي دي. په دې معني چې په همدې کال کې ۱۸۹ ميلیونه خلکو دا کار کړی دی.
اړوند مطلب:مهاجرو ته د ایډز په اړه د پوهاوي پروګرام
کانډوم همدارنګه له«اچ آی وي» ساري ناروغي د مخنیوي له پاره اغیزمن دی. په امريکا متحده ایالاتو کې د ایډز درملنې د څېړنیز مرکز د احصایوي تحلیل له مخې که چیرې په منظم ډول او سم ډول وکارول شي، کانډوم کولی شي له ۹۰ تر ۹۵ سلنې پورې د ایډز د ساري ناروغۍ مخنیوی وکړي.