1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاپيسا کې غره ښويېدنه کې ۴ کسان مړه شوي

شمس الرحمن ناصر | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۴ بهمن ۲۵, شنبه

په کاپيسا ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وایي چې د یوه غره د یوې برخې ښويېدنې په پایله کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې پيښه کې شپږ تنه نور ټپیان شوي دي

په غور ولایت کې د بارانونو له کبله د نړیدلي کور انځور د دویچه ویله له آرشیف څخه
په کاپيسا ولایت کې د غره خویېدنې مرګ ژوبله اړولې دهانځور: DW/Tanha

د افغانستان په کاپيسا ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د «الیاس خیل» سیمې په «شوخي» ساحه کې د یوه غزه د یوې برخې ښويېدنې له کبله د دې سیمې څلور تنو اوسیدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړونده موضوعات: سیف د چلډرن: په افغانستان کې سیلابونو ۴۰ زره ماشومان بې کوره کړي

افغانستان کې د سیلابونو تلفات ۳۱۵ ته لوړ شوي

په قربانیانو کې دوه کوچنۍ نجونې، یوه ښځه او یو سړی شامل دي. په کاپيسا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې ده چې د دې پيښې ټپیان چې درې ښځې او درې سړي دي، د سیمې د اوسیدونکو له خوا د ویجاړو له لاندې څخه ژغورل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

ویل کیږي چې د وروستیو ورښتونو له کبله د یوه غر یوه برخه کمزورې او ښويېدلې او د قربانیانو د کور چت نړیدلی دی.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې هم په جلال آباد ښار کې د یوه کور د بام نړیدو له کبله یوې مور او شپږو ماشومانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې وروستي بارانونه د خټینو کورونو د نړیدو او زیانونو رامنځته کیدو سبب شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب