1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان لومړي وزير کاکړ د عمران خان په هکله څه وويل؟

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير ويلي تمه لري چې په نوي ميلادي کال کې به پارلماني ټاکنې وشي. کاکړ د پوځ له خوا داسې لاسوهنه، څو د عمران خان ګوند ټاکنې ونه ګټي، «بې ځايه» خبره بللې.

Pakistan | Anwaar ul Haq Kakar wird neuer Interims-Premierminister
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزير انوالحق کاکړانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

له اسوشيتد پريس خبري آژانس سره په مرکه کې انوارالحق کاکړ ويلي چې پوځ نه، بلکې د ټاکنو کميسيون به د پاکستان پارلماني ټاکنې ترسره کړي. کاکړ زياتوي چې عمران خان د ياد کميسيون مشر په خپل وخت کې مقرر کړی و، نو »ولې دې هغه په رښتينې معنا د ده پر ضد موقف ونيسي؟«

پاکستان د ۲۰۲۲م کال د اپريل مياشتې راهيسې په ژور سياسي کړکېچ کې قرار لري، له کله راهيسې چې عمران خان د پارلمان له خوا د نه باور رايې په نتيجه کې له دندې ګوښه شو. خان د اګست مياشتې په پيل کې د اداري فساد په تور ونيول او په درې کاله بند محکوم شو. پاکستان اوس په خپل تاريخ کې تر ټولو خراب اقتصادي بحران کې هم ښکېل دی.

د پاکستان د ټاکنو کميسيون د پنجشنبې يا زيارت په ورځ اعلان وکړ چې د هېواد پارلماني ټاکنېبه د جنورۍ مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې ترسره کيږي. په دې سره د انتخاباتو نېټه ځنډول کيږي، ځکه چې د اساسي قانون له مخې بايد په نومبر مياشت کې ټاکنې تر سره شوې وای.

کله چې تېره مياشت پخواني لومړي وزير شهباز شريف او د اپوزيسيون مشر رضا رياض انوارالحق کاکړ د لنډمهالي لومړي وزير په توګه غوره کړ، هغه د ستاتور په توگه له دندې استعفا وکړه. تر څو چې نوی حکومت نه وي ټاکل شوی، کاکړ به نوو ټاکنو ته چمتووالی نیسي او د دولت ورځنۍ چارې به پر مخ وړي.

کاکړ ويلي وو چې کله کميسيون يو دقيق تاريخ اعلان کړي، د ده حکومت به »ټول ملاتړ، مالي، امنيتي او نورې اړوندې اړتياوې برابرې کړي.«

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دی به قاضيانو ته سپارښتنه وکړي چې د خان په وړاندې حکم بېرته واخلي، ده وويل چې د قاضيانو په چارو کې به مداخله نه کوي. ده ټينګار هم وکړ چې له قضايي چارو دې »د سياسي موخو له پاره د وسيلې په توګه کار وانه خيستل شي.«

 

د کاکړ په خبره »هر څوک، کهعمران خان او که کوم بل سياستوال وي چې په سياسي کړو وړو کې له خپلو سرغړونو سره قانون لاندې کوي، د هغه په وړاندې د قانون د بېرته پلي کولو غم بايد وخوړل شي. موږ دغسې څه سياسي توپيري چلن نه شو بللی.«

کاکړ دا هم وويل چې د خان او د هغه د ګوند د هغو سوونو غړو پرته هم ټاکنې ترسره کېدای شي چې د ورانکارۍ او اورلګولو په شمول يې غيرقانوني فعاليتونه کړي او اوس په زندان کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د حکومتونو په واکمنېدو او پرځېدلو کې لاس لرلی دی. د عمران خان ځينې پلويان آن وايي چې په حقيقت کې په پاکستان کې پوځي واکنمي شتون لري او دموکراسي تر ګواښ لاندې ده.

د راپورونه له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل