1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نېويارک کې د لومړي ځل له پاره ېوه ښځه والي شوه

۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

ډموکراټه کتي هوکول لومړنۍ ښځه شوه چې د نيویارک منتخبه والي وټاکل شوه. هغه وتوانېده چې په دغو انتخاباتو کې خپل جمهوري غوښتونکي رقيب او د ترمپ متحد، لي زلدين، ته ماتې ورکړي. د نیویارک پخواني والي تيرکال استعفا ورکړې وه.

کتي هوکول د نیویارک ایالت له پاره ټاکل شوې لومړنۍ ښځینه والي
کتي هوکول د نیویارک ایالت له پاره ټاکل شوې لومړنۍ ښځینه واليانځور: Lev Radin/Pacific Press/picture alliance

هوکول د سه شنبې په شپه خپلو پلويانو ته وويل: «تاسو نن وشو کړی چې خپل غږ واضح او لوړ کړئ او تاسو سبب شوئ چې زه لومړنۍ داسې یوه ښځه وګرځم چې د نیويارک والي شم. خو زه دلته د دې له پاره نه يم چې تاريخ جوړ کړم، بلکه زه دلته د دې له پاره يم چې بدلون رامنځ ته کړم.»

 میرمن هوکول په داسې حال کې د نیويارک ایالت والي وټاکل شوه چې دغه ایالت ته د جمهوري غوښتونکو په پرتله دوه برابره ډير دموکراټان راجستر شوي ول. نيویارک په ۲۰۰۲ کال کې د والي جورج پاتاکي تر دورې وروسته بیا جمهوري غوښتونکی والي نه دی ټاکلی.

ترمپ: په «ډېر قوي احتمال» به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړم

د هوکول جمهوري غوښتونکي سیال، لي زيلدن، د سه شنبې په شپه وويل: «دا یوه مبارزه وه چې موږ په هغې کې پر آرمانونو تمرکز کوو. موږ خپل پيغام له کومې بخښنې او افسوس پرته راوړی دی.» 

سربېره پر دې چې کتي هوکل پخوا د ګانګريس غړې وه، خو د مخکيني والي، اندرو کوئومو، په څير پېژندل شوې څيره نه وه. کوئومو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د جنسي زورونې تورونو پر اساس کوم چې هغه ېې ردوي، استعفا ورکړه. هوکول چې د هغه مرستياله وه پر ځای ېې کېناسته.

د امریکا په سنا کي د ترمپ استیضاح پیلیږي

هوکول د اتو هغو ښځو له ډلې یوه ده چې د نیویارک ایالت په سطحه ېې انتخابات ګټلي وو. هوکول په ۲۰۱۴م کال کې کله چې مرستياله والي وه، د ښځو په دغه ډله کې شامله شوه.

د هغې رقیب، لي زلدين، بیا د ریزرفي ځواکونو یو پوځي دی چې له ۲۰۱۵م کال راهيسې ېې د نیویارک په کانګرس کې د شرقي سیمې، لانګ آيسلند، څخه استازيتوب کړی. هغه د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ متحد دی او د ترمپ په دوه ځله استضاح کې ېې د هغه تر شا ودرید او مدافع غږ ېې وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب