کراجيچ په ۴۰ کاله بند محکوم شو
۱۳۹۵ فروردین ۵, پنجشنبهکراجيچ همداراز د قتل او تعقیب په ګډون په نورو نهو جرمونو هم ګرم بلل شوی دی. د جنګي جنایتونو محکمې کراجيچ د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵م کلونو تر منځ د صربیانو له خوا د بیرحمیو طراحي کولو په تور چې په پایله کې یې ۱۰۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګرم بللی دی.
د ملګرو ملتونو محکمې کراجيچ په ۱۹۹۵م کال کې د ۸۰۰۰ مسلمانو نارینه او هلکانو د وژلو په قضیه کې ګرم وباله. پر هغه باندې همداراز د قتل او ترور جنایي پړه هم اچول شوې ده.
خو محکمې بیا د دویمې عام وژني پړه چې له کبله یې د بوسنیا مسلمانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړه شول، ګرم و نه باله. پر دغه پخواني رهبر باندي ټول ټال ۱۱ تورونه لګیدلي ول چې له کبله یې هغه ته د عمري بند سزا ورکول کیدای شوای، خو پر هغه اوس یوازې نهه جرمونه ثابت شول او ورته د ۴۰ کلونو بند سزا ورکړل شوه.
صربانو د بوسنيا د مسلمانانو پر وړاندې د عام وژنې په څیر جنایتونو لاس پوري کړی وو، خو کراجيچ وایي چې د جګړې پر مهال د هغه اعمال د صربانو د ساتلو په موخه ول.