کراچۍ کې زرګونه سپي په زهرو وژل شوي دي
۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبهد فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کراچۍ ښاروالۍ په لومړۍ مرحله کې ۱۰۵۰ سپي په زهرو وژلي دي او په راتلونکي وخت کې به ۲۰۰۰ نور سپي له منځه وړل کیږي.
د ښاروالۍ د یوه جگپوړي چارواکي ریحان هاشمي په خبره دوی ته د سپو د داړولو ډیر زیات شکایتونه شوي دي. د هغه په خبره له دوی سره په دومره ډیر شمیر کې د بې څښتنه سپو چې د کوڅه ډب یا ایله سپیو اصطلاح هم ورته کارول کیږي د وژلو پرته بله حل لاره نه شته. د هغه په خبره له دوی سره دومره امکانات هم نه شته چې د بې څښتنه سپو له پاره د ساتلو کوم ځای برابر کړي.
په کراچۍ کې د «اینیمل کیئر سنټر» یا د څارویو د پاملرنې مرکز مشره اسما گهي والا، وایي چې هر کال په دغه ښار کې د سپیو د داړولو شاوخوا پنځلس زرو پیښو رپوټ ورکول کیږي. د ریحان هاشمي په خبره سپي هم ژوندی موجود دی او که چیرې له دوی سره بله د حل لاره وای، نو هغوی به نه وژل کیدل.
د نوموړي خبري آژانس په وینا په پاکستان کې عموما د څارویو حقوق له پامه غورځول کیږي، او یوازې د گوتو په شمار څو تنه فعالان د دې حل لارې موندلو په لټه کې دي چې بې څښتنه سپي ونه وژل شي.
په پاکستان کې ځینې خلک له مذهبي اړخه سپي ناپاک گڼي او یوازې د شتمنې طبقې ځینې خلک سپي د کورني حیواناتو په توگه او یا ځینې خلک یې یوازې د پهره دارۍ له پاره ساتې. نو له دې کبله د ښاروالۍ له لوري د هغې د وژلو پر ضد ډیر غږ نه راپورته کیږي. د یوې وړاندوینې له مخې په کراچۍ کې ۳۵ زره بې څښتنه سپي شتون لري