کرزي د خپلي کابينې د دوو مهمو غړو استعفاوي و منلې
۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبهد افغانستان د جمهوري رياست دفتر ويلي، چي جمهوررئيس کرزي د کورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د لوی رئيس استعفاوي منلي.
د دولت په خبر پاڼه کي راغلي، چي وروسته تر هغه چي د سولي د ملي مشورتي جرگې په لومړۍ ورځ دوه توغندی او یو ځانمرگی بريد ترسره سو د جرگې وروسته ولسمشر دواړه د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت لوی د پيښي په اړه وپوښتل.
خبرپاڼه زياتوي، چي تر پوښتونو وروسته د کورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د لوی رئيس جوابونه د قناعت وړ نه ول. ولسمشر د دواړو استعفاوي و منلې.
دا لومړی وار دي، چي د ولسمشر کرزي د کابينې دوه لوړ پوړي چارواکي د خپلو دندو څخه استعفاوي کړي.
د ملي امنيت لوی رئيس امرالله صالح په يوه خبره غونډه کي دا ومنل چي د سولي د ملي مشورتي جرگې پر مهال په امنيت ساتلو کي پاته راغلی او د استعفا وجه يې داوه، چي په خپلو دندو کي پاته راغلی.
ولسمشر کرزي د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توگه د هغه وزارت امنيتي مرستيال مل پاسوال محمد منير منگل او د ملي امنيت د لوی رئيس د سرپرست په توگه انجنير ابراهيم سپين زاده ټاکلي دي.
AG/ زيارمل
کتونکی. عبدالباري حکيم