کرزي د طالبانو پر مشرانو سختې نیوکې وکړې
۱۳۹۲ شهریور ۱۰, یکشنبهد جمعې له ورځې راهیسې په بیلا بیلو امنیتي پېښو کې له ۳۹ څخه ډیر کسان وژل شوي دي. ولسمشر کرزي د یوې بیانیې په ترڅ کې په افغانستان کې وروستي بریدونه «ترهګریز اقدامات» او «عام وژنې» وبللې. هغه وویل: «د طالبانو مشران او قوماندانان به د افغان مسلمان ملت پر وړاندې مسوول وګڼل شي.»
تر دې مخکې هم ولسمشر کرزي د ملګي وګړو پر وژلو باندې سختې نیوکې کولې خو په عین حال کې به یې طالبانو ته د ورونو خطاب هم کاوه خو دا لومړۍ ځل دی چې کرزي ویلي دي د طالبانو مشران او قوماندانانو به د خلکو پر وړاندې مسوول وګڼل شي. د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا به خپرې شوې بیانیه کې د هغه په حواله راغلي دي: «طالبان په وروستیو وختونو بېچاره او ناتوانه شوې دي او پرته له دې چې ملکیان او به خاصه بیګناه کارګر، انجینران، ښځې او ماشومان په نښه کوي.» د ولسمشریز دفتر له خوا په خپرې شوې بیانیه کې زیاته شوې: «دا په خپله دا خبره اثباتوي چې هغوی [طالبان] پرته له وژنو او ویجاړولو بل څه د وړاندې کولو له پاره نه لري.»
تر دې مخکې د شنبې په ورځ په کندهار ولایت کې یوه ځانمرګي برید کوونکي شپږ کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل. د وژل شویو کسانو په ډله کې پولیس هم شامل ول. په یوې بلې پېښې کې د جمعې په شپه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې یوه ماین ۱۲ تنه ملکیان ووژل. د جمعې په سهار بیا په کندز ولایت کې یو ځانمرګی برید وشو چې د یوه ولسوان په ګډون یې اته کسان ووژل.
په یوې تازه پېښې کې بیا په پروان ولایت کې د سړک د غاړې یوه ماین اته کسان ووژل. د دغه ولایت والي عبدالبصیر سالنګي، ویلي دي چې د شنبې په ورځ د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ کې د کان کیندنې د یوه شرکت اته کارکوونکي د سړک د غاړې د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. پر دې سربیره پنځه تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پرید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو سالنګې د یکشنبې په ورځ طالبان د هغه تر شا وبلل. طالبانو تر دې مخکې هم د کان کیندنې د شرکتونو پر کارکوونکو باندې بریدونه کړې دي.
په روانه اوونۍ کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې له اویا تنو څخه ډیر کسان وژل شوي او تر سلو ډیر نور کسان ټپیان شوي دي.