کرزي له پخواني آلماني چارواکي سره د څه په اړه خبرې کړي؟
۱۴۰۴ تیر ۲۰, جمعه
د آلمان د «بیلد» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۱۰مه) په غټو تورو سره د حامد کرزي او د آلمان د بهرنيو استخباراتو د پخواني رئیس اگوست هانینگ تر منځ په برلین کې له یوې پټې لیدنې کتنې څخه خبر ورکړی او وایي چې دغه لیدنه کتنه په ظاهر کې له طالبانو سره د پناه غوښتونکو د اخراج په هکله یو«پټ توافق» ؤ.
«بیلد» د هاینینگ په حواله رپوټ ورکړی دی چې کرزی، سره له دې چې له ۲۰۱۴ م کال راهیسې په قدرت کې نه دی، خو «د منځگړي په توگه مرکزي نقش» لوبوي. د هغه په خبره کرزی «د [افغانستان] له اوسنیو واکمنانو سره نیژدې اړیکې لري او لهآلمانۍ خوا سره د خبرو اترو له پاره له لازمو اختیاراتو څخه برخمن دی.»
د منځگړي په توگه د کرزي نقش؟
د حامد کرزي دفتر په دې اړه معلومات نه دي ورکړي او د ډویچه ویلې پوښتنې ته یې هم جواب نه دی ورکړی.
خو دافغانستان دوو پخوانيو چارواکو چې له حامد کرزي سره نیژدې اړیکې لري او په دغه ناسته کې یې حضور درلود، د منځگړي په توگه یې د کرزي نقش او د پناه غوښتونکو د اخراج په هکله یې خبرې اترې رد کړې.
ډاکتر رنگین دادفر سپنتا چې د کرزي د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو د وزیر او ملي امنیت د مشاور له پاره یې کار کړی ؤ، د «زیود ډویچه څایتونگ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې کرزی په دغه لیدنه کتنه کې په ډاډ سره د منځگړي نقش نه درلود او داسي یوه هیله هم نه لري.
د سپنتا په خبره د کرزي خبرې زیاتره د حقونو د تأمین، د افغانستان د خلکو د آزادیو او د یوه اساسي قانون د تصویب تر وخته د یوې انتقالي دورې له پاره «د یوه همه شموله انتقالي حکومت پر جوړیدو» متمرکزې وې.
په آلمان کې د افغانستان پخواني سفیر حميد صديق چې له حامد کرزي سره نیژدې اړیکې لري، ډویچه ویلې ته وویل چې په دغه لیدنه کتنه کې یې حضور درلود، خو نه کرزي له طالبانو څخه د استازي نقش درلود او نه هم په هغې کې د مهاجرو د اخراج د موضوع په هکله بحث ترسره سو. «دغه خبر په بشپړ توگه ناسم دی. مطلق غلط دی.»
په دې هکله چې دغه لیدنه کتنه د کوم لوري له خوا رامنځته سوې ده، هم ضد او نقیض څرگندونې موجودې دي.
هانینگ ویلي دي چې دغه لیدنه کتنه د افغانستان په غوښتنه رامنځته سوې وه، خو حمید صدیق وویل چې د برلین په ادلون هوټل کې د غرمې د ډوډۍ دغه دعوت د یوه پخواني آلماني چارواکي له خوا جوړ سوی ؤ.
د بیلد په ورځپاڼه کې ددغه رپوټ له خپرولو وروسته اگوست هانینگ د «ویلټ» له ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې نور جزیات ورکړل، خو ټینگار یې وکړ چې دغه لیدنه کتنه د طالبانو له ادارې سره د آلمان د حکومت په فرمایش کوم رسمي بحث نه ؤ. هغه زیاته کړه:«زه د آلمان له خوا هیڅ ډول ماموریت نه لرم او هغوی حتی ورڅخه خبر هم نه دي.»
حامد کرزی له محدودو سیاسي څېرو څخه دی چې واک ته دطالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان کې پاته دی او په وروستیو څلورو کلونو کې یې آلمان او په مجموع کې بهر ته ډیر محدود سفرونه کړي دي. داسي رپوټونه سته چې هغه د طالبانو تر محدودیتونو لاندې ژوند کوي.
د اخراجي مهاجرو له پاره د ښارگوټي جوړول؟
دغه موضوع په داسي حال کې د آلماني رسنیو له خوا خپریږي چې هیڅ لوری په رسمي ډول د خپلو هیوادونو استازیتوب نه کوي. د جرمني د استخباراتي ادارې BND پخواني مشر د جرمني ټلویزیوني رسنۍ «ویلټ» ته ویلي دي چې په دغه غونډه کې په افغانستان کې د اخراج سویو افغانانو له پاره د جرمني په مدیریت د یوه زون د جوړولو په اړه بحث وسو ترڅو د هغوی د "ښه او معقول راستنیدو" له پاره شرایط برابرکړای سي.
هانینگ «ویلت» ته ویلي دي:«مفکوره داده چې په افغانستان کې دي تاسیسات، یو کلی او ښايی حتی یو ښار گوټی جوړ سي، داسي یو ځای چې خلک [اخراج سوي کسان] وکولای سي هلته میشت سي، داسي یو ځای چې آلمان هم وکولای سي د هغوی پالنه وکړي، ترڅو هغوی هلته کوم مسلک زده کړي، او له هغو مهارتونو او فرصتونو په مرسته چې هلته ورته وړاندي کیږي، په اصطلاح د افغانستان په ټولنه کې مدغم سي.»
هانینگ ادعا کوي چې کرزي نوموړې طرحې ته یو پرانیستی دریځ درلود. هغه «بیلد» ته وویل چې کرزي د « انساني کرامت او درناوي»رعایت د اخراجونو له پاره مخکینی شرط بللی دی.
نوموړي دې خبرې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د کډوالو او بیرته ستنیدونکو یو وزارت موجود دی، زیاته کړې ده:«معلومه سوه چې د [پناه غوښتونکو] د داسي بیرته ستنولو د امکان په اړه له آلمان سره د خبرو اترو له پاره آمادگي هم موجوده ده.»
لکه څنگه چې د آلمان حکومت د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني او ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره نه لري، نو د افغان پناه غوښتونکو اخراج، په اول قدم کې هغه کسان چې جرمونه یې کړي دي، یوه جنجالي موضوع ده. په همدې هدف له طالبانو سره د آلمان د کورنیو چارو د وزیر دمستقیمو خبرو اترو طرحه د حکومت په دننه کې هم مخالفین لري.