1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: انتخابات سولي ته د رسيدلو چانس گواښي

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشيتد پرس خبري آژانس سره د يوې مرکې په ترڅ کي ويلي دي چي انتخابات، له طالبانو سره د سولې د خبرو ډير ښه چانس او د اتلس کلني جگړې ختميدل تهديدوي.

Hamid Karzai (Former President of Afghanistan, Afghanistan) | 21 | Session | TV Show | Peace with the Taliban: A compromise on human rights?
انځور: DW/U. Wagner

کرزی چي لا هم د افغانستان يوه مطرح سياسي څيره ده، د سه شنبې په ورځ له اسوشيتد پرس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي د شنبې د ورځي انتخابات به دغه هيواد بې ثباته کړي.

کرزي ويلي دي :»زه وايم چي موږ بايد د انتخاباتو پر ځاي د سولې مذاکرات پيل کړو«.

هغه له طالبانو سره د سولې د خبرو د بيا پيل کيدو غوښتونکی سوی، هغه خبري اتري چي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د رواني ميلادي مياشتي په سر کي په اصطلاح »مړې« اعلان کړې.

کرزی په دې باور دی چي د پرمختگ له پاره تر ټولو ښه لار د مذاکراتو پيل دی او که د امريکا او طالبانو ترمنح دغه خبري له سره پيل نه سي، نو بايد هغه د طالبانو په گډون د افغانانو ترمنځ ترسره سي.

د افغانستان پخواني جمهور رئيس ويلي دي چي که اوس انتخابات ترسره سي نو دا به په دې معني وي »لکه يو څوک چي د زړه تکليف لري او بيا هم غواړي د ځغاستي په لوبه کي برخه واخلي«.

کرزي زياته کړې ده: »اوس د انتخاباتو وخت نه دی. موږ بايد اول په افغانستان کي سوله راولو، او وروسته ټاکني وکړو. موږ نه سو کولای په داسي يوه هيواد کي انتخابات تر سره کړو چي په هغه کي تحميل سوې شخړه له بهر څخه دوام لري.» هغه ويلي دي: «موږ د بهرنيو مقاصدو او گټو له پاره له يوې جگړې سره مخامخ يوو. دا زموږ جگړه نه ده. موږ يوازي په هغې کي وژل کيږو.«

ځيني بيا خبرداری ورکوي چي له زورزياتيو سره رايه اخيستنه او د درغليو تورونه امکان لري چي يو سياسي بحران رامنځته کړي او د سولي خبرو ته د بيرته تگ فرصت له منځه يوسي.

د انتخاباتو پلويان دا دليل راوړي چي يوازي ټاکني کولای سي يوه نوي حکومت ته مشروعيت ورکړي، تر څو له طالبانو سره د سولي خبري پر مخ بوزي.

طالبانو له امريکا متحده ايالاتو سره د مياشتو خبرو په ترڅ کي، د افغانستان د ملي وحدت له حکومت سره چي د ۲۰۱۴م کال د جنجالي انتخاباتو په نتيجه کي د واشنگټن په منځگړيتوب جوړ سوی، ډډه کړې او هغه يي د امريکا لاس پوڅی بللی دی.

کرزي له دونالد ترمپ څخه په ټينگه غوښتنه کړې ده چي د سولي خبري له سره پيل کړي، او په عين حال کي د شفافيت غوښتونکی سوی دی. هغه د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ خبرو پر پټ ساتلو سخت انتقاد کړی دی.

(g.p/n.z(AP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب