کرزی د مخدره موادو پر ضد مبازه کي جدي کار نه کوي
۱۳۸۷ مرداد ۳, پنجشنبهدغه خبره توماس شوايخ،Thomas Schweich چي د 2008ميلادي کال د جون تر مياشتي پوري د امريکا د متحده ايالاتو د مخدره موادو پر ضد اداره کي د کابل په سفارت کي دوه کاله کار کړی، کړې ده. ده د نيويارک تايمز په انټرنيټي پاڼه کي ليکلي دی، چي د مخدره موادو پر ضد د فساد کړۍ، د افغان حکومت تر لوړو چارواکو پوري رسيږي.
دی زياتوي، چي د افغان حکومت پر ضد مخالفين او طالبان هم د مخدره موادو څخه گټه تر لاسه کوي. جمهور رييس کرزی د افغانستان په جنوب کي، چيري چي د هېروينو زياتره برخه تولديږي، د خپل سياسي نفوذ د کميدلو له بيري، نه غواړي، چي د مخدره موادو د سردارانو پر ضد اقدام وکړي.
نوموړي ويلي دي چي:«عبدالجبار ثابت، چي تر څو ورځو مخکي يې د لوی څارنوال په حيث کار کوه، د 20 تنوافغاني، لوړپوړو رسمي مامورينو يو ليست لري، چي په رشوت تورن او د مخدره موادو په قاچاق کي لاس لري.» توماس شوايخ زياتوي چي:« ثابت ته د کرزي لخوا اخطار ورکړل سوی، چي دوی ته دي څه نه وايي او دوی پريږدي.»