کرزی: د چارواکو ادلون بدلون د ولسواکۍ پوخوالی ښیي
۱۳۹۰ دی ۸, پنجشنبهکرزي دغه څرګندونې په ارګ کې د مدني ټولنو د استازو یوې غونډې ته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د افغان ولسمشر په دستور د افغانستان د بشري حقونو د سازمان درې کلیدي غړي له خپلو دندو ګوښه کړای شول.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې دغه برطرفۍ د کابل د حکومت لخوا پر بشري حقونو برید بللی. د دغې ورځپاڼې په حواله ټاکل شوې وه چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په تیرو دریو لسیزو کې په افغانستان کې د شوو بشري جنایتونو یو مستند رپورټ خپور کړي خو د کابل حکومت په دغه ګزار تر ډیره بریده د یاد راپور د خپریدو مخه ډبه کړې. ورځپاڼې کې راغلي چې اوس ښایې په دغه مستند رپورټ کې لاس وهنه وشي.
نیویارک ټایمز ادعا کړې چې د بشري حقونو د کمیسیون برطرفه شوو دوه غړو د یاد رپورټ په اړه د شواهدو او مدارکو د را ټولولو دنده درلوده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي دغه ادعاوې رد کړي. کرزي همداراز د مدني ټولنې له فعالینو سره په خبرو کې له هغوې څخه غوښتنه وکړه چې په د افغانستان د بشري حقونو په کمیسیون کې د تشو څوکیو لپاره غوره کسان وروپیژني.
په ورته وخت کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو هغه اندیښنه هم بربنډ کړې چې وایې که چیرته دغه رپورټ خپور شي نو ښايي له طالبانو سره د سولي خبرو ته هم زیان ورسوي. ځکه د ورځپاڼې په لیکنه د بشري حقونو په راروان رپورټ کې د د طالبانو د واکمنۍ د دورۍ جنایتونه هم په ګوته شوي دي.
لا تر اوسه پوري د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون لخوا د برابر شوي رپورټ د خپریدو په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته. دغه رپورټ ته د سولې او پخلایني عنوان ورکړل.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش