1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی طالبانو ته: د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړئ

امید دیدار
۱۴۰۲ مرداد ۲۸, شنبه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴ کالیزې په مناسبت یوه پیغام کې پر طالبانو غږ کړی، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي، څو د ده په ټکو، افغانان د رښتینې خپلواکۍ څښتنان شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی انځور: DW

حامد کرزي پر خپل ایکس/ټویټر او فیسبوک خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي: «په دې تاریخي ورځ یو وار بیا له سرپرست اسلامي حکومت غواړم، څو ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزې او ټولو هېوادوالو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، څو نورو ته له اړتیا خلاص او په رښتیني ډول د خپلواکۍ او یوه پر ځان بسیا هېواد څښتنان شو.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې پیغام کې یو وار بیا د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «له اوسنیو ستونزو د وتلو، تل پاتې سولې راوستلو او د ملي وحدت له پاره د افغانانو خپلمنځي خبرې مهم دي.»

څه باندې اوه سوه ورځې وشوې، چې پر افغانستان واکمنو طالبانود نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلي. که څه هم دغه ډلې په دې موده کې د «ترتیب جوړولو او شرعي چوکاټ» برابرولو خبره کړې؛ خو د افغانانو او نړیوالې ټولنې د هر ځلي ټینګار سربېره هم د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو له لوري د کوم عملي اقدام څرک نه لیدل کېږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل