کرزی: لوېديځ دي پريږدي چي افغانان د خپل هيواد اداره خپله وکړي
۱۳۸۸ بهمن ۱۸, یکشنبهد جمعې د ورځي راهيسي د آلمان د مونشن په ښار کي د امنيت نړيوال کلنی کنفرانس دایر سوی دی، چي يکشنبې يې وروستۍ ورځ وه. د ناټو د راتلونکي، د افغانستان لانجه او له ایران سره اټومي شخړه د دغه کنفرانس مهم موضوعات ول چي برخه والو ورباندي خبري وکړې.
د افغانستان په موضوع کي ديکشنبې د ورځي یو وینا کونکی د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی ؤ، کرزي په خپله وینا کي یو ځل بیا وویل، چي لویديځ دي پریږدي، چي افغانان د خپل هيواد اداره خپله وکړي.
کرزي دا خبره هم وکړه، چي هغه لا تر اوسه په دې ټينګار لري، چي له طالبانو سره د حکومت خبري اتري بايد د نړيوالي ټولني له ملاتړ څخه په هراړخيزه توګه برخه مني وي.
د کرزي دا يادونه په داسي حال کي عنوانيږي، چي بريتانوي او امريکايي چارواکي په افغانستان کي د سختو جګړو خبرداری ورکړی دی. د هلمند په ناکراره ولايت کي د طالبانو پر يوې ستري هډې باندي د نړويالو او افغان ځواکنو حمله په لاره ده.
که څه هم کرزﺉ په رسمي توګه د خپلو لويدیځو متحدينو له ملاتړ څخه برخه من دی، خو د ځينو مسايلو لکه په افغانستان کي د ملکي خلکو مرګ ژوبله، د لويديځو امنيتي ځواکونو له خوا د افغان چارواکو په خپل سره بنديانول او اختلاس او اداري فساد د لړۍ دوام د هغوی ترمنځ اړيکي خړي پړي ساتلي دي.
کرزي د مونشن په کنفرانس کي له طالب ياغيانو سره د خپل سولي له پلان څخه دفاع وکړه او ويې ويل:
«اوسنی وضعيت زموږ څخه غواړي، چي موږ د يوې معقولي روغي جوړي او د بیا ادغام په پروسه کي فعال سو. البته دا زموږ د نړيوالو متحدينو په پوره موافقت او خوښۍسره»
کرزي له نړیوالو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه، چي د افغانستان په کلیو او بانډو کي په خپل سر عملیاتونه دي نه کوي، «داهغه څه چي د افغانستان خلک د هغو د پای ته رسولو غوښتونکي دي.»
هغه دا هم وویل چي نړیوال امینتي ځواکونه دي د شپې له خوا په کلیو او بانډوکي د افغانانو د کورونو د لټولو عمليات ودروي، د ديې پر ځای دي خپل افغان امينتي ځواکونو ته اجارزه ورکړي، چي د شک په صورت کي په دغو ډول عملیاتو لاس پوري کړي.
AG/DPA/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل