کرزی نجونو ته د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو غوښتنه کوي
۱۴۰۴ آبان ۲۹, پنجشنبه
ملګرو ملتونو د نوامبر مياشتي ۲۰ د ماشومانو د نړيوالي ورځي په توګه نومولې، څو د ماشومانو د حقونو او د هغوی د ملاتړ اهميت روښانه سي.
د افغانستان له پاره د بريتانيا سفارت په ايکس شبکه کي په يوه پيغام کي لیکلي دي، چي هر ماشوم د خونديتوب، زده کړي او روښانه راتلونکي له پاره د اميد مستحق دی. سفارت زياته کړې ده چي بريتانيا د افغان ماشومانو تر څنګ ولاړه ده او د هغوی د حقونو او هوسايني د ساتني له پاره د هڅو ملاتړ کوي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) هم ټينګار کړی دی چي د ساتني، آزادۍ، ميني، تعليم، مناسبي تغذيې او امنيت په ګډون بايد هر ماشوم بنيادي حقونو ته لاسرسی ولري.
په عين حال کي د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال سازمان خبرداری ورکړی دی چي افغانستان د بيړنيو مرستو د کمښت له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ له سخت زياتوالي سره مخامخ دی.
په ملګرو ملتونو کي د ماشومانو د ملاتړ سازمان (يونيسف) هم د ماشومانو د نړيوالي ورځي په مناسبت اعلان وکړ چي تر اوسه يې د نړيوال بانک په همکارۍ په افغانستان کي د ماشومانو د ودي له پاره ۷۰ مرکزونه جوړ کړي دي چي ۲۰۰۰۰ ماشومان تر پوښښ لاندي نيسي، ترڅو د ميندو او ماشومانو ترمنځ پيوند پياوړی سي.
حامد کرزی: زده کړه د ماشوم حق او د ټولني اړتيا ده
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ايکس شبکه کي ليکلي دي چي ماشومان د هيواد او ټولني د راتلونکي جوړوونکو په توګه، تر ټولو زياتي پاملرني ته اړتيا لري. هغه زیاته کړې ده چي ماشومان په هغه صورت کي کولای سي روښانه راتلونکې ولري، د هيواد په پرمختګ کي رول ولوبوي او په نړيوال ډګر کي ودريږي چي دوی نن د اړيني پوهي، تخصص او مهارتونو ترلاسه کولو فرصت ولري.
پر افغانستان باندي د طالبانو له بيا واکمنۍ راهيسي نجوني تر شپږم ټولګي پوري د زده کړو اجازه لري او تر هغه پورته ټولګيو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع سوي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي د هغو نجونو شمېر چي د طالبانو له واکمنۍ راهيسي له زده کړو محرومي سوي دي، ۲،۲ ميليونو ته رسيږي. دغه سازمان وړاندوينه کوي چي که دغه بنديز دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰م کاله پوري به دغه شمېر ۴ ميليونو ته ورسيږي.
حامد کرزي په خپل پيغام کي ليکلي دي، چي زده کړه د هر ماشوم حق او د ټولني اړتيا ده. هغه زياته کړه چي له همدې امله غوښتنه کوي د ټولو نجونو او هلکانو له پاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيستل سي.