کرزی: په سیمه کي د روسيې رول افغانستان ته ثبات بخښي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبه
د افغانستان پخواني جمهوررئيس حامد کرزي په مسکو کي له «RT» تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي په مرکزي اسيا کي د روسيې قوی رول افغانستان پياوړی کوي.
کرزي ويلي دي چي د شوروي اتحاد او امريکا متحدو ايالاتو مقابلې د افغانستان پر وضعيت باندي سخته اغېزه کړې: «موږ د دغي مقابلې ترمنځ پاته وو، موږ ئې قربانيان وو. د دغه جريان اغېزې تر ننه پوري احساسيږي.»
هغه زياته کړې ده: «ځکه نو د شوروي اتحاد سره پاشولو او د هغه کمزورۍ موږ ته سخته ضربه راکړه. د يوه قوي شوروي اتحاد پرمهال موږ يو پياوړی افغانستان لاره.»
کرزي له ياد تلويزيون سره په مرکه کي زياته کړې ده چي دی ډاډه دی چي په سیمه کي د روسيې قوی رول د افغانستان د ثبات له پاره ډېر اړين دی: «د هغه څه له پاره چي موږ بايد کار پر وکړو او زه په لگيا يم دا دي چي روسيه د افغانستان امنيتي ځواک و روزي او زموږ سره سياسي او اقتصادي مرستي وکړي.»
روسيه باید د افغانستان د سولي په خبرو کي ونډه ولري
بله خوا د ازبکستان جمهوررئيس اسلام کريموف د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ليدني کتني پرمهال ويلي دي چي د افغانستان د سولي پروسې په خبرو اترو کي د روسيې گډون اړين دئ.
هغه ويلي دي: «زموږ په نظر دغه ستونزه بې له روسيې حلېدای نه سي. هر هغه څوک چي فکر کوي دغه کار بې روسيې کيږي ستره اشتباه کوي.»
د ازبکستان د جمهوررئيس په خبره: «د دې له پاره چي د افغانستان د سولي پروسې په خبرو کي پرمختگ راسي دا به ډېره مناسبه وي چي د روسيې استازي د خبرو اترو پروسې ته ور وبلل سي.»