1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: که د فساد مخه و نه نيسو له تباهۍ سره به مخ سو

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

ولسمشر حامد کرزي له اداري فساد سره د مبارزې د نړيوالي ورځي په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي وويل چي فساد يوازي په افغاني ادارو کي نه بلکه په بهرنيو موسسو کي هم سته.

ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: picture alliance/dpa

په افغانستان کي له اداري فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ تر خپلي دقيقي نېټه يوه اونۍ وروسته ولمانځل سوه.

افغانستان د نړۍ په کچه د اداري فساد له اړخه دوهم ځاي خپل کړي دي.

افغان ولسمشر چي په ادارو کي يې د فساد د شتون له کبله تر نړيوالو فشارونو لاندي دی نن ومنله چي د حکومت په لوړو برخو کي فساد شتون.

کرزي وويل ترهغه چي په ادارو کي کاري اصول ساده نسي دا به ګرانه وي چي د فساد مخ نيوی وکړای سو.

کرزي خبرداري ورکړ چي که د قوانينو او اداري پروسيجرونو په ساده کولو کي پاته راسي دغه فساد به خپلي ريښي نوري هم پراخي او ځواکمني کړي.

« که چيري په ادارو کي هر څومره د لاسليک ورکونو او لاسليک اخيستونکو څانګي کمي سي، هغومره به خلکو ته د سر خوږی جوړولو او د فساد چانس کم سي.»

د روڼوالي نړيوال سازمان يو راپور چي څو اونۍ دمخه خپورسو ښيي چي په افغانستان کي په بې ساري توګه د فساد کچه لوړه سوې او له سوماليا وروسته دغه ملک د فساد له اړخه دوهم مقام تر لاسه کړی دی.

ولسمشر کرزي د ادارو پر لوړ پوړو غړو ږغ وکړی چي د فساد د له مينځه وړلو لپاره جدي ګامونه واخلي تر څو عادي مامورينو ته د دندو د خوندي توب تظمين ورکړل سي او د فساد مخ نيوی وسي.

افغان ولسمشر د نړيوالوهغه انديښنې پر ځای وبللې چي ګواکي فساد د حکومت او ملت تر منځ د واټن د رامنځ ته کيدو لامل سوی.

خودې ته يې هم ګوته ونيوله چي يوازي افغانان په فساد کي نه بلکي دلته راغلي بهرنيان هم په فساد کي ډوب دي.

« فساد يوازي په افغاني ادارو کي نه بلکي په هغو انجو ګانو او نړيوالو يو شمير سازمانونو کي هم سته چي په افغانستان کي د پروژو او نورو چارو په برخه کي کار کوي».

له اداري فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ نن په داسي حال کي ولمانځل سوه چي د افغان حکومت له لوري په تيرو څو کلونو کي له اداري فساد سره د مبارزې تر نامه لاندي بيلا بيلي ادارې جوړي سوي دي.

ډيری افغانان د دغو ادارو کړنو ته د شک په سترګه ګوري. هغوی وايي افغان حکومت اوس په اداري فساد کي هومره ډوب سوي چي په لنډ محال کي يې د را ويستلو شونتيا محال بريښي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی:نجيب الله زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب