1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرسمس او پر ډله ايزو عبادتونو د کرونا محدوديتونه

۱۳۹۹ دی ۴, پنجشنبه

په آلمان کي د کرونا پاندمي له کبله په داسي حال کي د جنورۍ تر لسمي نېټي سخت محدويتونه ادامه لري چي نن د کرسمس پر ډله ايزو لمانځنو باندي بنديزونو بحثونه راپارولي دي.

Stadtkloster Segen im Prenzlauer Berg in Berlin
انځور: Christoph Strack/DW

د کرونا پاندمي له کبله په آلمان او ځينو نورو اروپايي هيوادونو کي پر ډله ايزو عيسوي لمانځنو هم محدوديتونه لګول سوي دي. دغه موضوع د کليساو د استازو، سياستوالو او عامو ولسي خلکو تر منځ د تاوده بحثونو لامل سوې ده.

په داسي حال کي چي د کاتوليکي کليسا ځيني استازي په دې نظر دي چي د کرونا پاندمي له کبله په انسانانو کي رامنځ ته سوي ناقرارۍ بهترين علاج عبادت دی، نو بعضي نور بيا په دې نظر دي چي د پاندمي مخه نيول او په دې توګه د انسانانو د ژوند ژغورنه هغه اصلي ديني وظيفه ده.

ځيني کليساوي په پام کي لري چي د کرسمس سره تړلي ځانګړي ډله ايز ديني مراسم په ژوندۍ توګه پر انټرنټ خپاره کړي او په دې توګه عقيدت لرونکو ته آسانتيا برابره کړي چي د آنلاين لاري اشتراک وکړي.

د آلمان په فرايبورګ کي د ديني پيداګوژۍ کارپوهي، ميريام شامبېک د آنلاين ديني مراسمو په هکله ويلي چي دا د حضوري عبادت ځای نسي نيولای.

خو په زياته سياستوال او ساينسپوهان د آنلاين ديني مراسمو له پاره سپارښتنې کوي. هغوی په دې نظر دي چي د کرونا پاندمي پر وخت بايد د دې مخه ونيوله سي چي په ډله ايزه توګه په کليساو کي د راغونډېدنو له کبله دغه ځايونو د کرونا د خپرېدو په مراکزو بدل نسي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال، کارل لاوترباخ ويلي: «کليساوي څومره چي ورته ممکنه وي، هومره زيات بيا په ژوندې بڼه پر انټرنټ خپل مراسم خپاره کړي. هر څومره عبادتونه او ديني مراسم چي په آنلاين توګه ادا کيږي، هومره به ښه وي.»

د آلمان د صدراعظمۍ د دفتر وزير هېلګه براون هم ورته غوښتنه کړې ده. حتی د ځينو کلیساو استازو هم د حضوري مشترکو عبادتونو پر ځای د آنلاين مراسمو ادا کولو ملاتړ کړی دی.

د آلمان په بايرن ايالت کي د ماښام له نهو بجو وروسته ګرزبنديز دی. هر هغه څوک چي له ياد وخت وروسته غواړي په عبادتي مراسمو کي ګډون وکړي نو صرف انلاين دا کار کولای سي.

د دغه ايالت له خوا د پاندمي په ترڅ کي وضع کړل سوو محدوديتونو کي و کليسا ته پر ورتګ هم بنديز لګول سوی دی. صرف د کليسا کار کوونکي کولای سي چي په حضوري توګه په مراسمو کي د اړونده اصولو په پام کي نيولو سره ګډون وکړي.

د کرونا پاندمي او کرسمس پر وخت به نژدې ټولې کليساوي له عقيدتمندانو څخه خالي وي او مراسم به انلاين تر سره سي. خو يو شمير د کليساو استازي دا پوښتنه هم مطرح کوي چي ايا کليساوي به د پاندمي د پای ته رسېدو وروسته په دې وتوانيږي چي عقيدتمندان بېرته کليساو ته راوبولي او کليساوي په ډکي کړي.

آ./ا.ا./ن.ز.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب