1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرملين: پوتين راتلونکې اونۍ هند ته سفر کوي

نجيب الله زيارمل رويترز خبري آژانس
۱۴۰۴ آذر ۷, جمعه

کرملين ويلي دي چي ولاديمير پوتين راتلونکې اونۍ هند ته سفر کوي او هلته به له خپل هندي سيال نارندار مودي سره د خپلو هيوادونو د »ممتاز سراتيژيک شراکت« پر ټولو اړخونو خبري وکړي.

په ۲۰۲۱م کال کي د مودي له خوا په دهلي کي د پوتين هرکلی
د هند د دفاع وزير ويلي دي چي روسان يې په ښو او بدو شرايطو کي دوستان ولانځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

هند چي د روسيې د تيلو يو لوی پيرودونکی دی، له څو ليسزو راهيسي يې وسلې هم ترې اخيستي دي، که څه هم چي يوه لوړ پوړي دفاعي چارواکي ويلي دي چي دغه هيواد په وروستۍ لسيزه کي له امريکا متحده ايالاتو څخه د نږدې ۳۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت وسلې رانيولي دي او موخه يې دا ده چي خپله هم ډېر تجهيزات توليد کړي.

د هند د دفاع وزير راجش کومار سينګ، د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کي وويل: «هغوی [روسان] په ښوو او خرابو شرايطو کي زموږ دوستان ول او موږ قصد نه لرو چي ژر له هغوی سره خپله دفاعي همکاري بنده کړو، خو زه غواړم ټينګار وکړم چي هند خپلواکه ستراتيژيکه پاليسي تعقيبوي.»

هغه د صنعت په برخه کي يوې غونډي ته وويل چي هند خپلو عرضه کوونکو ته تنوع وربخښي او زياته يې کړه: «خو تر هرڅه دمخه، موږ هڅه کوو چي ډاډ ترلاسه کړو چي موږ د خپلو پيسو لويه برخه په هيواد کي مصرف کړو.»

پوتين وروستی وار د ۲۰۲۱م کال په دسمبر مياشتي کي هند ته سفر کړی وو، يوازي څو مياشتي مخکي له هغه چي په اوکراين کي جګړه پيل کړي. د اوکراين جګړه د ۲۰۲۲م کال د فيبروري مياشتي پر ۲۴ پيل سوه.

هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟

02:23

This browser does not support the video element.

کرملين په یوه بيانيه کي ويلي دي: «دا سفر چي د روسيې او هند د اړيکو د پراختيا د اجندا په اړه د يوې امتيازي ستراتيژيکي ملګرتيا په توګه د هر اړخيز بحث له پاره فرصف برابروي، ډېر مهم دی.»

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په وار وار له مودي څخه غوښتي دي چي له روسيې څخه د تيلو رانيول بند کړي. د روان کال په اګست مياشت کي هغه د هند پر توکو باندي ۲۵ سلنه اضافي تعرفه وضع کړه، چي مسکو بيا دغه کړنه پر هند باندي غيرقانوني سوداګريز فشار وباله.

د سوداګري او تصفيې سرچينو په روانه اونۍ کي وويل چي په دسمبر مياشت کي له روسيې څخه هند ته د نفتو واردات د حد اقل تيرو درو کلونو د نوامبر مياشتي د ترټولو لوړي کچي په پرتله تر ټولو ټيټي کچي ته رسېدلي دي، ځکه چي تصفيه کوونکي د لوېديځ له بنديزونو څخه د سرغړوني د مخنيوي له پاره د نورو انتخابونو په لټه کي دي.

کرملين ويلي دي چي پوتين به د خپل رسمي سفر په جريان کي چي د ډسمبر مياشتي له ۴ څخه تر ۵ پوري به وي، له مودي سره خبري اتري او جمهوررئيسې دروپادي مورمو، سره جلا ليده کاته ولري.

ويل سوي دي چي د دغه سفر په جريان کي به د دولتونو او سوداګرۍ څو نامشخص سندونه لاسليک سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب