1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرمپ کارن باور له آلماني ځواکونو سره ولیدل

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د آلمان د دفاع وزیري د دوشنبې په ماښام په مزار شریف کې له آلماني ځواکونو سره ولیدل. هغې دې ته اشاره وکړه چې د پخوا په شان آلماني ځواکونو په افغانستان کې د زیات وخت له پاره د پاتې کیدو سره ځان عیارولی شي.

Verteidigungsministerin Kramp-Karrenbauer im Kosovo
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان د دفاع وزیري انه ګریت کرمپ کارن باور، مزار شریف ته رسیدو وروسته وویل  چې وضعیت ته په کتو سره کولی شو ووایو «چې هغه کار چې موږ پیل کړی او لا پای ته نه دی رسیدلی، ادامه هم موندلی شي.»

میرمن کرمپ کارن باور، په مزار شریف کې د مارمل په پوځي اډه کې له آلماني ځواکونو سره ولیدل. د آلمان د پوځ ۱۸ کاله پر له پسې ماموریت موخه په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځ ته کول دي. کرمپ کرن باور چې د مسیحي سوسیال ګوند مشره هم ده په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه. «دا یوه اوږده لار ده. دا یوه ستونزمه لار ده، خو موږ په دې برخه کې پرمختګ هم وینو.»

په افغانستان کې د ناټو د «غوڅ ماموریت» په چوکاټ کې شا او خوا ۱۲۰۰ آلماني سرتیري ونډه لري. د دغه ماموریت مهمه دنده د افغان امنیتي ځواکونو روزنه ده. په مزار شریف کې شا او خوا ۱۰۰۰ آلماني عسکر مستفر دي. د دغه کمپ په انګړ کې هستوګن ځایونه، ورکشاپونه، لوژیستکي تأسیسات، یو روغتون، سپورتي آسانتیاوې او یوه کلیسا هم موجوده ده. همداشان سل آلماني عسکر په پلازمېنه کابل کې دي او نور شا او خوا ۲۰۰ نارینه او ښځې په کندوز کې مستقر دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات

د آلمان پارلمان د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ماموریت د غځیدو پریکړه وکړه. دغه موده د راتلونکي میلادي کال د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې وغځول شوه.

تیره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر کې له طالبانو سره بیا د خبرو اترو د پيلیدو خبره وکړه. هغه وویل چې دی پر دې باور دی چې طالبان ښایي اوربند ته غاړه کیږدي.

د متحده ایالاتو ولسمشر غواړي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر له ۱۲۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي او له طالبانو سره د مذاکراتو بریالي کیدل به احتمالا د ځواکونو راکمیدل ممکن کړي. په دغسې یوه وضعیت کې ښایي د آلماني سرتیرو شمیر هم راکم کړی شي.

(sr/bs (afp, dpa, rtr

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل