کرنيل امام: که مي په خلاصون کي اقدام و نه کړی ټول رازونه به مو افشا کړم
۱۳۸۹ مرداد ۶, چهارشنبهخالد خواجه او کرنيل امام د آی اس آی پخواني کارکونکي دي چي د افغانستان د طالبانو د ملاتړ په برخه کي ډير مهم رول لري.
دهغه دواړه څلور مياشتي د مخه د طالبانوسره د خبرو دپاره شمالي وزيرستان ته واستول سول خو دواړه د طالبانو لخوا و نيول سول.
طالبانو ددې دواړو استخباراتي کارکونکو په بدل کي د پاکستان د زندانونو څخه د څو تنو طالب مشرانو د آزادولو غوښتنه وکړه ولي پاکستان و نه منل چي په ترڅ کې طالبانو په هغه اولو ورځو کي خالد خواجه وواژه.
اوس طالبانو د کرنيل امام په بدل کي د خپلو سلهاو ملگرو د آزادولو غوښتنه کړ ې.
کرنيل امام په دې وروستيو کي په يوه ويډیويي فلم کي د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړي چي، که دده په خلاصون کي کړندي گامونه پورته نه کړي نود پاکستان ټول پلانونه به افشا کړم.
ځني کارپوهان په دې نظر دي چي د پاکستان په استخبارتي کړيو کي يو شمېر اختلافونو ددې سبب سوي چي خالد خواجه او کرنيل امام د طالبانو لاس ته ورسي.
کرنيل امام په داسي حال کي د پاکستان د رازونو د افشا کولو خبري کوي چي تر اوسه لا په افغانستان کي د امريکا د جگړې په اړه د شاوخوا ۹۰ زرو اسنادو د افشاکولو خبري د ژبو پر سرو دي.
د سياسي څېړونکو په خبره که چيري کرنيل امام د پاکستان د رازونو په افشاکولو پيل وکړي نو لومړی به د پاکستان د استخباراتي ادارې د هغو رازونو څخه پرده پورته کړي چي د طالبانو په اړه دي، چي دا به پاکستان نور هم رسوا کړي.
حسين/ زيارمل
کتونکی. ضياالحق فضلي