کرن جوهر د بالي ووډ له مشهورو شخصیتونو څخه شمیرل کیږي. هغه چې تر اوسه پورې واده هم نه دی کړی، اوس د دوو غبرګولو ماشومانو پلار دی. خو آیا دا د هند د سنیمایې سکتور لومړنې شخص دی چې د کرایې مور په مرسته ماشومان ترلاسه کوي؟
اعلان
د دې له پاره چې کرن جوهر پلار شي، د یوه کرایې مور مرسته یې ترلاسه کړه. د بل چا له پاره ماشوم زیږونکی میرمنې د کرن جوهر له پاره دوه جوړه یا غبرګولي ماشومان وزیږول. په دوی کې یوه نجلۍ او بل یې هلک دی. د جوهر په خبره پر هلک یې د یَش او پر نجلی یې روحُي نوم ایښې دی.
په دې اړه کرن جوهر په خپل یو پيغام کې ویلي دي چې دا د هغه له پاره یو ډیر احساساتي وضعیت دی او هغه د پلارولۍ احساس او کیفیت په الفاظو کې له بیانولو څخه عاجز دی. کرن جوهر دا هم ویلي دي چې په دقیق ډول د مور پلار د مسئولیتونو تر څیړنې وروسته یې دا پریکړه وکړه چې د یوه کرایې مور په مرسته اولاد ترلاسه کړي.
د هندوستان د فلمي صنعت بالي ووډ مشهور فلم جوړونکي او پروډوسر کرن جوهر ویلي دي چې د هغې ښځې ډیر منندوی او احسانمن دی چې د هغه له پاره یې ماشومان زیږولي دي، ځکه چې د دغې ښځې د بشپړې همکارۍ په نتیجه کې هغه وتوانید خپله دغه ارزو پوره او خپل هغه خوب پر حقیقت بدل کړي، چې د کلونو راهیسې یې ویني.
دا خبره مهمه ده چې کرن جوهر تر اوسه پورې واده نه دی کړی او هغه مجرد دی. د ممبئ یو شمیر ټولنیزو کړیو د هغه د همجنس پرستې په هکله هم اشارې ورکړي دي.
کرن جوهر د هند په فلمې صنعت کې یوازنې شخص نه دی چې د کرایې مور مرسته یې ترلاسه کړی او یا له دغه امکان څخه یې استفاده کړې، بلکې د هند د سنیما مشهور ستوري شاه رخ خان او د هغه میرمنې ګوري خان هم د دریم ماشوم د زیږونې په خاطر د یوې کرایې مور مرسته ترلاسه کړې وه.
په هندوستان کې د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د کرایې مور ترلاسه کولو په برخه کې په ظاهره کې هیڅ ډول قانوني ممانعت وجود نه لري. د نرندر مودي په مشرۍ د هند حکومت په واضح ډول ویلي دي چې دغه وضعیت ته په کتلو سره به دا قانون ختم او د کرایې مور ترلاسه کول به ناممکن کړي. د ټولنیزو کړیو په حواله د هندوستان په غریب میشته سیمو کې «کراې مېندې» جوړیدل د ګټې او عاید یوه لویه وسیله ګڼل کیږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.02.2017):
د باليووډ ستوري چي اوس میندې دي
یو وخت به د هندوستان د فلمي نړۍ ستوري تر واده وروسته له سنیمایې هنر سره مخه ښه کوله، خو اوس حالات بدل شوي دي. د بالي ووډ فلمي ستوري اوس د ماشومانو تر څنګ پر خپل کاري بریالیتوبونو هم توجه کوي. انځورونه يې دلته وګورئ:
د ادیرا چوپړا تر زیږیدو وروسته راني مکهرجي هم د هالي ووډ په میندو کې حساب شوې. له فلم جوړونکي آدتیا چوپړا سره تر واده کولو وروسته هم هغه په آزادانه توګه په فلمونو کې کار کوي.
له اجی دیوګن سره تر واده کولو وروسته یې زیاتره توجه خپلې کورنۍ ته اړولې ده، خو کله نا کله په فلمونو کې هم راڅرګنده شوې ده چې د مينه والو د زړونو په ګټلو بریالۍ شوې ده.
انځور: Getty Images/AFP
شلپا شیټهي
شلپا شیټهي په فلمونو کې کار کول پریښې دی. شلپا تر واده وروسته نه یوازې کور او ماشومانو سمبالوي، بلکې له خپل میړه راج کنډارا سره د هغه په کاروبار کې هم مرسته کوي.
انځور: AP
مادھوري دکشت
مادھوري دکشت، تر واده وروسته خپل ژوند د خپلې کورنۍ له پاره وقف کړی وو، خو د اولادونو تر لویدو وروسته هغه یو وار بیا د زرق و برق نړۍ ته مخه کړی. خو دا وار مادهوري پر تلویزون ډیر لیدل کیږي.
انځور: Getty Images
کونکنا سین شرما
کونکنا سین د خپل ماشوم (زوی) تر زیږولو وروسته هم له فلمي نړۍ سره خپلې اړیکې پریکړي نه دي. له میړه رنویر شوری، سره د اړیکو خرابیدو په اړه خبرونه د ډیرې مودې راهیسې په رسنیو کې ښکته پورته کیدلې. بالاخره دواړو د جلا کیدو پریکړه وکړه.
انځور: AP
ملائکہ ارورا خان
ملائکه ارورا خان، د هند د مشهور فلمي ستوري سلمان خان د وریندارې کیدو سربیره، په بالیوډډ کې پخپله ځانته یو شخصیت جوړ کړی دی. د کور د کارونو او ماشومانو د سمبالونو سربیره هغې فلمي نړۍ ته هم بشپړه توجه ورکړی ده.
انځور: UNI
سشمیتا سین
سشمیتا سین چې یو وخت د نړۍ د ښکلاء ملیکه (مس یونیورس) هم پاتې شوی ده، د بالي ووډ سنیما د نړۍ هغه یوازنۍ مور ده چې تر اوسه واده شوی نه ده. دغې فلمي ستوري دوه ماشومان په فرزندۍ سره نیولي دي او د هغو روزنه او پالنه کوي.