1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا:آلمان ځینې اروپایي ښارونه په خطرناکو سیمو کې شامل کړل

۱۳۹۹ مهر ۳, پنجشنبه

د کرونا ویروس دنوي څپې پیل ته په کتو سره د آلمان حکومت د اروپایی ټولنی نوري سیمې هم د خطرناکو سیمو په فهرست کي ورزیاتي کړي دي. لیسبون، دوبلن او کوپن هاگن په هغو ښارونو کي راځي چي آلمان یې په اړه د سفر خبرداری ورکوي.

Tschechien Lockdown Coronavirus
انځور: Miroslav Chaloupka/CTK/dpa/picture-alliance

د کرونا د شیوع نوې څپې د اروپا ډیره برخه نیولې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د خطرناکو سیمو په فهرست کي څو نور نومونه هم ورشامل کړل او دغو ځایونو ته یې د سفر په هکله خبرداری ورکړ.

هغه سیمي چي د چارشنبې په ورځ نوموړي فهرست ته وراضافه سوې، د اروپایی ټولنی په هیوادونو کي موقعیت لري.

د ډنمارک، پرتگال او آیرلند پلازمینې هغه ښارونه دي چي د آلمان حکومت یې د کووید-۱۹ ناروغي د سخت پراخوالي له امله د خطرناکو سیمو په توگه ارزیابي کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په فهرست کي د فرانسې، چک جمهوریت، اتریش، ډنمارک او هالند هیوادونو سرحدي سیمي هم شاملیږي.

ټوله هسپانیا د خطرناکې سیمې په توګه انګیرل کیږي

د آلمان د رابرت کوخ انستیتوت موسسه وایي چي د اروپایی ټولنی له ۲۷ غړو هیوادونو څخه د ۱۴ هیوادونو ځینی سیمي د کرونا دشیوع له امله خطرناکي ارزیابي کیږي او ښه به دا وي چي هغو ته د غیرضروري سفرونو څخه ډډه وسي. هسپانیا یوازینی اروپایی هیواد دی چي ټوله سیمې یې خطرناکه اعلان سوي دي.

د سلوانیا جمهوریت، ډنمارک، آیرلنډ او پرتگال بیا هغه هیوادونه دي چي ځیني سیمي یې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د خبرداري په نوملړ کي  تازه وراضافه سوي دي.

د فرانسې، رومانیا، کروشیا، بلغاریا، هالند، چک جمهوریت او اتریش سیمي له پخوا راهیسې په دغه فهرست کي شاملي وې او اوس د دغو هیوادونو نوري سیمي هم په دغه نوملړ کې وراضافه سوې دي.

په ۴۸ ساعتونو کي د کرونا د معلومولو اجباري تېست

هغه ښاریان چي له خطرناکو سیمو څخه آلمان ته راځي باید له خپل سفر څخه ۴۸ ساعته مخکي او یا هم وروسته، د کرونا معاینه وکړي. یوازي په هغه صورت کی دغه معاینه ضرور نه ده چي تازه یې تېست کړی وي اونتیجه یې منفي وي.

انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Mantilla

د «سفر خبرداری» د منع کیدو په معنی نه دی بلکې هدف یې هغو خطرناکو سیمو ته د سفر کولو له پاره د خلکو پام اړول دي چي پکښي د کووید-۱۹، ناروغي شیوع په شدت سره ادامه لري. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سپارښتنه کوي چي نوموړو سیمو ته دي له غیرضروري سفرونو څخه ډډه وسي.

په ډیر شدت سره د کرونا د ویروس پراخوالي ته په کتو، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په نیمایي کي د لومړي ځل له پاره د نړۍ ټولو هیوادونو ته د سفر کولو څخه خبرداری ورکړ. شاوخوا یوه میاشت وروسته څه د پاسه ۳۰ اروپایي هیوادونو خپل دغه خبرداری بیرته واخیست.

څو اونۍ وروسته او د نوو اخته کسانو د شیمر په زیاتیدو سره یو وار بیا د اروپایي هیوادونو ځیني سیمي د خطرناکو سیمو په توګه اعلان سوې. آلمان هغه هیوادونه خطرناک اعلانوي چي په کرونا باندي د اخته کیدو پیښي په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کي په اونۍ کي تر ۵۰ زیاتي وي.

د جانز هیپکینز امریکایی پوهنتون د کارپوهانو د شمیرو له مخي د پنجشنبې تر سهار پوري په آلمان کي څه د پاسه ۲۷۹ زره کسان په دغه ویروس اخته سوي او ۹۴۲۳ بیا د کووید-۱۹، ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب