1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: آیا له افغانستانه به نړېوالې الوتنې بېرته پيل شي؟

۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبه

په افغانستان کې کرونا وبا د نورو ډیرو برخو ترڅنګ خصوصي او دولتي هوايي شرکتونه هم سخت زیانمن کړي. دغو زیانونو ته په کتو به له افغانستانه نړېوالې الوتنې کله او څنګه پیلیږي او آیا دغه څه به له کرونا سره مبارزه لا سخته کړي؟

Ariana Airlines Flugzueg
انځور: picture-alliance/EPA/S. Sabawoon

د روغتیا نړېوال سازمان د مالوماتو له مخې ښايي کرونا ویروس تر کال ډیر له انساني ټولنو سره پاتې شي، نو ځکه ډیرو هېوادونو د الوتنو د بیا پيلولو هوډ کړی.

د رپوټونو له مخې، د هوايی ترانسپورت نړېوال انجمن ( IATA ) پریکړه کړې چې تردې وروسته به د نړۍ په کچه الوتنې له سره پيلیږي.

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره هم چمتو ده چې کورنۍ او نړېوالې الوتنې پيل کړي.

ښاغلي صالحي زیاته کړه په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې چې په کور دننه او بهر ته به کله الوتنې پیلیږي، خو یوشمېر نړېوالو هوايي شرکتونو راتلونکو څو ورځو کې د الوتنو د پیل خبره کړې. صالحي په دې اړه وايي: «امارات هوايي شرکت د جون له ۲۵مې وروسته پروازونه پيلوي. دغه راز ترکیش ایرلاین هم ویلي چې د جون له ۲۰مې وروسته به پروازونه شروع کړي. یواځې هند او پاکستان ویلي چې د هغوی الوتنې به د جولای تر میاشتې ځنډېدلي وي.»

صالحي وویل، افغانستان کې د کورنیو هوايي شرکتونو سربیره تر ۱۱ ډير نړېوال هوايي شرکتونه هم فعالیت کوي چې د دغو شرکتونو د الوتنو له پيل سره سم به افغان هوايي شرکتونه هم الوتنې پیل کړي.

انځور: picture-alliance/dpa

کورنۍ او نړېوالې الوتنې تر کومو تدبیرونو لاندې پيلیږي؟

د ملکي هوايي چلند اداره وايي، که الوتنې پیل شي نو هغوی په نړېوالو هوايي ډګرونو کې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي ټول تدبیرونه نېولي.

د چارواکو پر وینا، هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو ته په دې برخه کې دوه روغتیايي لارښودونې چمتو شوي چې ټول شرکتونه به یې په رعایتولو مکلف وي.

دغه راز، په کابل، هرات، کندهاراو مزارشریف هوايي ډګرونو کې د مسافرو د ترمینل تالارونه د هغوی ترمنځ د فزیکي واټن لپاره په نښه شوي.

هوايي ترانسپورت ته اوښتي زیانونه

د کرونا ویروس چټکې پراختیا د افغانستان ملکي هوايي چلند ته درانه مالي زیانونه اړولي. محمد نعیم صالحي وویل، د کرونا له امله د کورنیو او نړېوالو الوتنو ځنډېدو او د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتکو د تېرېدو کموالي ملکي هوايي چلند ادارې ته له ۲ میلیارده افغانیو ډیر زیان اړولی.

محمد نعیم صالحي د ځینو هوايي شرکتونو د مالي زیانونو په اړه زیاته کړه: «اریانا هوايي شرکت د هغه راپور له مخې چې مونږ ته یې راکړی تراوسه ۱۲ میلیونه ډالر مالي زیان لیدلی او د کام ایر خصوصي هوايي شرکت ته ۲۰ میلیونه ډالر مالي زیان رسیدلی.»

اقتصادي شنونکي وايي، د افغانستان ملکي هوايي ترانسپورت کې مدیریتې ستونزې له پخوا دغه سکتور زیانمن کړی ؤ چې د کرونا ویروس په راتګ سره دا زیان دوه برابره شو.

اقتصاد پوه عبدالقادر جیلاني دویچه ویله ته وویل، د ملکي هوايي چلند برخه کې ظرفیت جوړونې ته چاندانې کار نه دی شوی: «د هوايي ترافیکو، الوتنو او هوايي خطونو مدیریت خورا ډیره مهمه موضوع ده. دا ډير لوړ ظرفیت ته اړتیا لري، له تخنیکي اړخه په دې اړه ډیر کار ته اړتیا ده او اساسي ضرورت د ادی چې د هوايي چلند ستراتیژیکه کتنه باید وشي.»

د ښاغلي جیلاني پروینا د افغانستان له هوايي حریم څخه د هرې الوتنې فیس شاوخوا ۳۴ زره افغانۍ کیږي، چې که سم مدیریت شي د افغانستان ملي عواید ورسره د پام وړ ډیریږي.

انځور: AP

افغانستان کې داسې مهال د کرونا ویروس په چټکی سره خپور شو چې حکومت شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې د اریانا افغان هوايي شرکت ترڅنګ د باختر په نوم د دولتي هوايي شرکت د بیا فعالولو خبر ورکړ. د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند په دې اړه وویل: «د باختر افغان هوايي شرکت د بیا فعالیدو ټولې چارې بشپړې شوي. که د کرونا ویروس نه وای راغلی دغه شرکت پروازونه پیلول. اوس هم چې دا نورې الوتنې په عادي ډول پیل شي نو د باختر افغان هوايي شرکت به هم په فعالیت پیل وکړي.» دا شرکت په ۱۳۴۵ لمریز کال کې جوړ او د اریانا افغان هوايي شرکت سره یو ځای یې کورنۍ الوتنې کولې.

سوداګریز هوايي دهلیزونه

افغانستان د خپلو سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره له اروپا، روسيې، قزاقستان، ترکیې، هندوستان، سعودي عربستان، چین او متحده عربي اماراتو سره هوايي دهلیزونه پرانیستي.

تردې وړاندې د افغانستان یوه اندازه تازه او وچې میوې د هوايي دهلیزونو له لارې بهر ته صادرېدې، اوس چې په دغه هېواد کې تازه میوې رسیدلي دي د پروازونو د کمښت له امله د هوايي دهلیزونو له لارې د میوو صادرات هم یو څه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند وویل د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره د کارګو الوتنې د قرنطینو په ورځو کې هم دوام درلود او په دې برخه کې هیڅ ځنډ نه دی راغلی: "یعنې قرنطین کې یواځې مسافر وړونکې الوتنې دریدلې وې، خو د مالونو د لیږد رالیږد لپاره د کارګو الوتنې د کرونا ویروس له خپریدو څخه د مخکې په څیر په عادي ډول دوام لري."

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب