1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: آیا په هند کې د مړينې د ټيټې کچې تر شا کوم راز شته؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

په هند کې د کرونا ويروس پر وبا د کنترول په موخه د وضع کړل شويو محدوديتونو له وجې د مړينې کچه ټيټه شوې ده. خو په هند کې ځينې کړۍ دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا رښتيا همداسې ده؟

Indien | Coronavirus: Ärtzte mit Sicherheitsanzügen in Ahmedabad
انځور: Reuters/A. Dave

د کوويد ۱۹ ناروغۍ د اغیزو د مشخصولو له پاره په ټوله نړۍ کې د مړينې کچه ارزول کيږي. په دسمبر میاشت کې د چين څخه خپريدونکي دې ويروس تر اوسه (د اپريل ۲۷ نيټه) په ټوله نړۍ کې کابو ديرش لکه کسان اغیزمن کړي او تر دوه لکه پنځه زرو زياتو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې وروستيو اونيو کې په ځينو هېوادونو کې د مړينې کچه ډيره چټکه شوې ده، خو په هند کې بيا وضيعت د دې برعکس ښکاري.

په هند کې په کرونا د اخته شويو کسانو شمير کابو ۲۸ زره دی. د دولتي ارقامونو په حواله تر اوسه د دې ويروس له امله ۸۲۶ کسان مړه شوي دي. خو ځينې کړيو لکه روغتونونو، شمشان ګهاټونو يا د مړو د سوځولو ځايونو، هديرو او د جسدونو د ساتنې او وروستيو مراسمو د خدماتو ادارو بيا پر دې شميرو حيرانتيا څرګنده کړې ده.

د هند په نشاط، کلکته او د تيکنالوژۍ په مرکز مشهور ښار بنګلور کې د جسدونو د وروستيو مراسمو ترسره کونکې د «ايتنیستي فيونرل» په نامه شرکت مشره شروتي ريدي وايي: «دا زموږ له پاره د حيرانتيا وړ ده.» هغه زياتوي چې شرکت یې په جنورۍ میاشت کې هره ورځ کابو د پنځوو جسدونو وروستي مراسم ترسره کول خو په روانه مياشت کې دغه شمير راټيټ شوي او اوس دوی هره ورځ يوازې د دريو جسدونو وروستي مراسم ترتيبوي. هغه زياتوي: «که وضيعت همداسې دوام ولري نو عايد د کميدو له وجې به موږ مجبور شو د خپلو کارمندانو معاشونه کم کړو.»

انځور: DW/V. Dubey

په نورو ښارونو کې ورته وضيعت حاکم دی. په مرکزي ممبي کې کابو ۱۲ ميليونه انسانان اوسیږي خو د دغه ښار د ښاروالۍ د چارواکو په حواله په مارچ مياشت کې د مړينې کچه د تير کال د همدې مودې په پرتله تقريباً ۲۱ سلنه کمه شوې ده. همدا راز د لومړي وزير نريندر مودي د اصلي ټاټوبي ګجرات ايالت په تر ټولو ستر ښار احمد آباد کې هم په دې موده کې د مړينو په کچه کې په ټولیزه توګه ۶۷ فيصده کمښت ثبت شوی دی.

د دوو نورو ښارونو ارقام او د روغتيا د دولتي چارواکو څرګندونې هم همدا میلان تائيدوي. د وروستيو مراسمو نورې ادارې هم وايي چې په ځانګړي توګه په اپريل میاشت کې یې کاروبار بيخي کم شوی دی.

د هند د عامې روغتيا په بنسټ کې د وبايي مرضونو پروفيسر ګری دهر بابو بيا په دې اړه وايي: «که د مړينې کچه ټيټه شوې وي، نو په دې اړه داسې اټکل کول به سم نه وي چې د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير تر دې زيات دی.»

پر کرونا د څار د «کوويد تريکنګ پروجيکت» په نوم ادارې په حواله په هند کې د شا او خوا ۵ لکه ۲۵ زرو کسانو معاينې ترسره شوي دي چې له دوی څخه یې د څلور سلنه کسانو آزموينه مثبته وه، په داسې حال کې چې په امريکا متحده ايالاتو کې دا کچه ۱۸ سلنه ده.

انځور: AFP/A. Singh

په هند کې د مړينې ټيټه کچه د نړۍ د نورو برخو په پرتله برعکس ده. د مثال په توګه په هالند کې د اپريل په لومړۍ اونۍ کې د عادي وضيعت په پرتله دوه زره زيات مرګونه وشول. همدا راز د اندونیزيا په پلازمينه جکارته کې هم په مارچ مياشت کې د مړينې کچه لوړه وه. د ايټاليې په ځينو ښارونو کې هم ورته وضيعت وو.

د هندي ډاکترانو، دولتي ادارو او شمشان ګهاټونو د کارکوونکو په حواله د مړینې د کچې د ټيټوالي دليل دا دی چې پر سړکونو د ټکرونو او د ریلونو د حادثو شمير راکم شوی دی. د دولتي ارقامو په حواله په ۲۰۱۸ م کال کې په هند کې د ترافيکي پيښو له کبله تر يو لک ۵۱ زره او ۴۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دا په ټوله نړۍ کې په ترافيکي پېښو کې د مړو تر ټولو زيات شمير دی.

د ترانسپورت او سړکونو د وزارت مشر پريش کمال ګويل په حواله د کرونا ويروس له کبله لګول شوی محدوديت د دې باعث شوی چې د ۲۰۱۸م کال په پرتله به په ترافيکي پېښو کې د مړينې په کچه کې لږ تر لږه ۱۵ سلنه ټيټوال وليدل شي.

دمګړۍ په هند کې ريلونه هم نه چليږي او د ریلونو په حادثاتو کې د وژل کيدونکو شمير هم کم شوی دی. د يادونې وړ ده چې يوازې په ممبي ښار کې په عمومي توګه هره ورځ دولس کسان د ریلونو په حادثو کې وژل کيږي.

په اترپرديش ایالت کې د جمنا سيند پر غاړه د پروت شمشان ګهات مشر نيرج کمار وويل چې د جنايي جرمونو په پایله کې د وژل شويو شمير هم ټيټ شوی دی. کمار وايي: «مخکې موږ د ورځې لږ تر لږه د لسو مړو وروستي مراسم پر ځای کول چې ځينې به په حادثو کې وژل شوي ول او نور به بيا قتل شوي ول خو تر لاک ډاون يا ګرځبندیز وروسته يوازې په خپل مرګ د مړو شويو جسدونه راوړل کيږي.»

دولتي چارواکي دا هم وايي چې د مړينو د رسمي کچې د ټيټوالي يو دليل ښايي دا هم وي چې خلک د بنديز له کبله مړي دغه شرکتونو ته نه ور وړي. د احمد آباد ښار والۍ د روغتيا ادارې يوه لوړ پوړي چارواکي ډاکتر بهون جوشي وويل: «تر لاک ډاون وروسته د مړینې کچه بیرته لوړيدلی شي.»

په کرونا ويروس د مړو شويو د کره شميرو په اړه د رويترز خبري آژانس غوښتنې ته د هندي چارواکو له خوا ځواب ونه ويل شو. په نوي ډيلي کې د ښاروالۍ يوه کارکوونکي هم وويل چې په دې اړه معلومات نه شي ورکولی.

رويترز/ دويچه ویله اردو

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب