1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ افغان حکومت د ماسکونو اغوستل اجباري کړل

۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبه

د افغانستان حکومت د کرونا له کبله د محدوديتونو د تمديدو تر څنګ د ماسوکونو اغوستل هم اجباري کړ. په ۲۴ ساعتونو کي د ۵۷۰ نوي کرونا ابتلاوي ثبت سوي او ۱۸ ناروغان مړه سوي دي. اټکل کيږي چي اصلي شمېر تر رسمي اعدادو زيات وي.

Afghanistan Symbolbild Coronavirus Covid-19
انځور: Reuters/M. Ismail

افغان چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جون ۶مه) په کابل کي د کرونا د بحران په هکله تازه معلومات وړاندي کړل. په دې ترڅ کي په دغه هيواد کي د نوي کرونا ويروس د خپرېدنې د مخنيوي په مقصد د لګول سوو محدوديتونو د نورو درو مياشتو له پاره د تمديد اعلان هم وسو. د چارواکو په وينا دغه محدوديتونه به سر له يکشنبې څخه په ټول افغانستان کي د تطبيق وړ وي.

د زړو محدوديتونو د تمدید تر څنګ په افغانستان کي د خوله او پوزه پټوونکو ماسکونو د اغوستلو اجباري کېدل هم اعلان سول. د دې تر څنګ بايد د دوو مترو فاصله/واټن ساتنه، تر ۱۰ څخه د زياتو کسانو پر راټولېدنه بنديز، د زيات عمر لرونکو کسانو د له کور څخه نه وتلو سپارښتنه، د کاري ساحې/ځايونه ضدعفوني کول، د شخصي او چاپيريالي حفظ الصحه اصول مراعت کول، تر نورو درو مياشتو پوري د ښوونځيو او وړکتونونو رخصت پاته کېدل، د واده د سالونونو بند پاته کېدل، پر فاتحه خواني او په تفريحي او ورزشي ځايونو کي لګول سوي محدوديتونه هم تمديد کړل سوي دي.

د يادي طرحي له مخي به رستورانتونه او چايخوني صرف په هغه صورت کي د کار اجازه ولري، چي مشتريانو ته غذا د هغوی ځای ته ورسوي.

د افغانستان د روغتيا وزارت او اړونده نورو چارواکو خبرداری ورکړی دی چي که څوک د ماسک اغوستلو د مکلفيت خلاف عمل وکړي يا نور لګلو سوي محدوديتونه مراعت نه کړي نو به د نغدي جريمې تر څنګ د نورو قانوني مجازاتو سره مخامخ سي.

د کابل والي محمد يعقوب حيدري وويل: «موږ به نظارت وکړو او هغه کسان چي ماسکونه نه اغوندي او اجتماعي فاصله نه مراعتوي، هغوی به جريمه کړل سي. حتی په دولتي ادارو کي لا هم ټولنيز واټن نه مراعت کيږي.»

د اړونده موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د افغانستان د روغتيا وزارت د آمارو له مي د شنبې ورځي څخه مخکي ۲۴ ساعتونو کي په افغانستان کي ۵۷۲ د کرونا د ابتلا نوي پيښي ثبت سوي وې. په دې توګه نو د شنبې په ورځ په افغانستان کي د رسمي شمېرو له مخې په نوي کرونا ويروس د اخته سوو کسانو شمېر ۱۹۵۵۱ ته جګ سو. زياته سوې چي په ۲۴ ساعتونو کي ۱۸ په کرونا مبتلا کسانو ساه ورکړې او ۶۸ ورڅخه روغ سوي. په دې توګه نو په افغانستان کي د ياد ويروس له کبله د مړه سوو شمېر ۳۲۷ ته او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۸۳۰ ته جګ سوی دی.

خو چارواکي وايي چي په افغانستان کي د ظرفيتونو د کمښت، رسم و رواجونو او نورو لاملونو له کبله ټول هغه کسان چي په کرونا اخته سوي يا ورڅخه مړه سوي دي، په رسمي ارقامو کي نه دي شامل او دا چي ښايي شمېر يې لا زيات وي.

د افغانستان له پاره د روغتيا نوي وزير ډاکټر احمد جواد عثماني وويل: «د کرونا د شيوع شمېرې په مراتبو جګي دي. دمګړی موږ د ۲۰۰۰ کسانو د کرونا تست کولو ظرفيت لرو، حال دا چي د وينو نمونې چي بايد تست سي لس چنده زياتي دي. » وزير زياته کړه چي نه په روغتونو کي د درملنې له پاره او نه هم د قرنطېن امکانات په اړينه اندازه موجود دي.

د کابل والي وويل چي «له بده مرغه خلکو د محدوديتونو په تطبيق کي زموږ سره جدي همکاري نه ده کړې.»

ش.ا./ا.و.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب